Asset 1SWN

د شانګهای همکاریو سازمان ناسته کې د افغانستان پر وضعیت خبرې شوي

52361727605_9e314642c2_o-scaled

د شانګهای همکاریو سازمان د غړیو هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو څلور ورځنۍ ناسته چې د هند په کوربه‌توب پیل شوې د افغانستان پر وضعیت هم په‌کې بحث او خبرې شوې دي.

د روسیې د ملي امنیت سلاکار نېکلای پاتروشف په یاده ناسته کې د خبرو پر مهال افغانستان کې پر روان وضعیت اندېښنه وښوده او وویل چې دغه هېواد کې اوږد مهاله سیاسي ناورین د شانګهای د غړیو هېوادونو لپاره ګواښ رامنځته کړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: «د افغانستا له وضعیت سیمه څارنه اوینه ده، ځکه دغه هېواد کې وضعیت ناروښانه دی او د اسلامي امارت له حاکمیت سره سره دغه وضعیت دې هېواد کې دوام موندلی دی.»

په همدې حال کې د نړیوالو اړیکو شنونکی نظراحمد رزاقي سلام‌وطندار ته وویل د نړۍ او اسلامي امارت د غوښتنو د سیالۍ له امله افغانستان د شانګهای ناستې ته نه‌و وربلل شوی.

د نوموړي په وینا، افغانستان د شانګهای سازمان رسمي غړیتوب لري او په تېر یونیم کال کې د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ د سیالیو له امله له یادې ناستې محروم شوی و.

هغه وویل: «دغه سیالۍ لامل شوي چې نړۍ د اسلامي امارت پر مشرانو بندیزونه ولګوي. روسیه او چین اسلامي امارت سره نږدې اړیکې لري او اسلامي امارت یې نه دعوت کړی، یو لامل یې ښايي دا وي چې چین او روسیه د امریکا اروپا بازارونو ته لاسرسی لري او نه غواړي خپلې ګټې په خطر کې واچوي.»

بل‌خوا د سیاسي چارو شنونکی ویس ناصري بیا وايي، یادې ناستې ته د اسلامي امارت د نه وربللو یو پیغام دا دی چې اسلامي امارت باید د ټول‌ګډونه حکومت او بشري حقونو رعایت ته غاړه کېږدي.

نوموړي وویل: «له کله چې حکومت سقوط کړی، یادو ناستو کې د افغانستان استازولي نشته. اسلامي امارت باید له داسې کنفرانسونو زده‌کړې وکړي، څو چې یو مشروع حکومت جوړ نه کړي او د ښځو او نارینه‌وو حقوق رعایت نه کړي، نړیوال او سیمه‌ییز مشروعیت به ترلاسه نه کړي.»

په همدې حال کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته وايي چې یادو ناستو ته د اسلامي امارت د بلنې ترڅنګ باید د افغانستان پر واقعیتونو هم تمرکز وشي.

هغه وویل: «دغه ناستې کله ناکله جوړېږي، ولې دا چې د افغانستان په اړه دي، په هېواد کې سوله او ثبات ټينګ دی. ځینې اندېښنې څرګندېږي چې هېڅ شواهد او اسناد نه وي. بهتره دا ده چې د اسلامي امارت په راتلو سره هغه مثبت اړخونه چې ټولنه کې رامنځته شوي، باید  وستایل شي او د اقتصادي، سوداګرۍ او ډيپلوماټیکو برخه کې هڅې وشي. دوی خپل مسایل مطرحه کوي، خو ښه به وي چې اسلامي امارت سره ډيپلوماټیکې اړېکې ولري.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د شانګهای همکاریو سازمان ناسته داسې مهال د هند په کوربه‌توب جوړېږي چې د راتلونکې اپرېل میاشتې له ۲۷ تر ۲۹مې به نوي ډيلي کې د یاد سازمان د دفاع وزیرانو ناسته هم جوړ شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام