Asset 1SWN

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: له ا.ا سره د اړیکو عادي‌ کول ناشوني دي

Blinken_030223_AP_Olivier-Douliery

افغانستان کې د ۱۴۰۲ ښوونیز کال له پیل سره هم‌مهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن ویلي چې د بشر حقونو نقض او د نجونو پر مخ د زده‌کړو ځنډېدو دوام به له اسلامي امارت سره د اړیکو عادي کول ناشونې کړي.

افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولي (یوناما) او د ماشومانو لپاره د یاد سازمان ملاتړې ادارې (یونېسف) هم د نوي ښوونیز کال په تړاو جلا خبرپاڼو کې له اسلامي امارت غوښتنه کړې چې نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

 د ۱۴۰۲ ښوونیز کال پرون سه‌شنبه د نجونو زده‌کوونکو پرته د هېواد په سړو سیمو کې پیل شوی دی. دا دویم پرله‌پسې کال دی چې نجونې زده‌کوونکې ښوونځیو ته نه پرېښودل کېږي.

بل‌خوا کارپوهان وايي چې د ښځو پر وړاندې د اسلامي امارت د اوسني چلن دوام به افغانان لا پسې اغېزمن کړي.

د سیاسي چارو کارپوه نجیب‌الرحمن شمال وویل: «غوښتنه مو دا ده چې اوسنی سرپرست حکومت له نړۍ سره د اړیکو برخه کې له نرمښت او انډول کار واخلي، څو خلک له بشري مرستو محروم نه‌شي. د همدې لپاره هیله لرو چې اوسنی حکومت دې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.»

د پوهنې وزارت پخوانی معین او د ښوونې او روزنې برخه کارپوه صدیق‌الله پتمن بیا وايي چې یوه پرمختللې ټولنه زده‌کړو ته اړتیا لري او په وینا یې، د افغانستان په څېر هېوادونه د پرمختللو هغو په پرتله تر ډېره زده‌کړو ته اړتیا لري.

په ورته مهال کابل کې یو‌شمېر نجونې زده‌کوونکې هم خپلې راتلونکې ته اندېښمنې دي. کابل کې د یوه ښوونځي زده‌کوونکې کبرا وايي: «دوه کاله کېږي چې ښوونځي تړلي او دې چارې د زده‌کوونکو پر روحیې منفي اغېزه کړې. زه خپله دولس ټولګي کې یم او د ښوونځیو پرانېستو ته په تمه یم.»

خو د اسلامي امارت مسوولان وايي چې د نجونو ښوونځیو د بیاپرانېستلو پر طرحې کار روان دی او په وینا یې، تراوسه نه دی بشپړ شوی.

د اسلامي امارت ویاند بلال کریمي وویل: «په ټوله کې د زده‌کړو بهیر روان دی، خو هغه څه چې تاسو ورته اشاره ورکړه په ځانګړې توګه د نجونو زده‌کړو په اړه دا پروسه د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو کې روانه ده.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې اروپايي ټولنې خبرداری ورکړی و چې افغانستان کې د بشري حقونو نقض دوام ته په کتو به د اسلامي امارت پر چارواکو نور بندیزونه هم ولګول شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام