Asset 1SWN

اروپايي ټولنې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو لګولو خبرداری ورکړی

rtx8adi2

 اروپايي ټولنې په تازه‌ګۍ سره ویلي چې افغانستان کې د بشري حقونو نقض له امله به د اسلامي امارت پر چارواکو نور بندیزونه هم ولګوي.

که څه هم اروپايي ټولنې د یادو بندیزونو په اړه وضاحت نه دی ورکړی او دا یې هم نه دي ویلي چې دغه بندیزونه به په کومو برخو کې وي، خو ټينګار یې کړی چې دا بندیزونه به یوازې د اسلامي امارت پر چارواکو ولګول شي او د افغانانو پر اقتصادي وضعیت به منفي اغېزې ونه‌لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي، که د اروپايي ټولنې تازه بندیزونه د اسلامي امارت د چارواکو پر سفرونو وي، اغېزې به ولري.

نوموړي وویل: «نېکلاسن چې کندهار ته کوم سفر درلود، د اسلامي امارت مشرانو سره یې ولیدل. په لیدنو کې معلوم شول چې ښوونځي نه پرانېستل کېږي او دا د اروپايي ټولنې لپاره د بشر حقونو نقض دی او دا راپور ورته اماده دی چې بروکسیل کې د اسلامي امارت پر مشرانو او کورنیو یې بندیزونه ولګوي.»

یو‌شمېر نورکارپوهان بیا په دې باور دي چې نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت ترینګلتیا به افغانستان کې د انساني ناورین لامل شي او د یاد وضعیت مخنیوي لپاره اړتیا ده چې اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې غوښتونکو ته غاړه کېږدي.

د سیاسي چاروکارپوه عبدالجبار اکبري وویل: «څومره چې پر اسلامي امارت بندیزونه زیاتېږي، د اوسني حکومت شهر به ورسره کمېږي، نو زما په اند اسلامي امارت باید نړیوالو قوانینو سره ځان عیار کړي.»

خو اسلامي امارت بیا د بندیزونو لګول نړۍ سره د تعامل او شته ستونزو د حل لپاره ګټور نه بولي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل: «ښه به وي چې پر ډيپلوماسۍ تمرکز  او خبرې وشي. موږ هلته د ستونزو حل ته رسېدای شو چې ټول مسایل د قانون او اصولو له لارې ومنل شي او وڅارل شي.»

که څه هم نړیوالې ټولنې څه باندې یونیم کال کې له اسلامي امارت په وار وار غوښتنه کړې چې افغانستان کې بشري حقونه تامین کړي، خو اسلامي امارت نه یوازې دا چې دغه غوښتنې نه دي منلي، بلکې پر ښځو یې نور بندیزونه هم لګولي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې دا مهال د اسلامي امارت یو‌شمېر چارواکي پر ښځو د بندیزونو له کبله د ملګروملتونو په تور نوملړ کې دي او بهرني سفرونه نه‌شي کولای.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام