اروپايي ټولنې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو لګولو خبرداری ورکړی

 اروپايي ټولنې په تازه‌ګۍ سره ویلي، افغانستان کې د بشري‌حقونو نقض له امله به د ا.ا پر چارواکو نور بندیزونه هم ولګوي.

اروپايي ټولنې د یادو بندیزونو په اړه وضاحت نه دی ورکړی او دا یې هم نه دي ویلي چې دغه بندیزونه به په کومو برخو کې وي، خو ټينګار یې کړی چې بندیزونه به یوازې د ا.ا پر چارواکي ولګول شي او د افغانانو اقتصاد به اغېزمن نه کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان کې د خپلو مرستو کمېدو په اړه خبرداری ورکړی

په داسې حال کې چې د میلیونونو افغانانو د ژوند دوام د نړیوالې ټولنې بشردوستانه مرستو پورې تړاو لري، د ملګروملتونو د خوړو نړیوال سازمان یوې خبرپاڼه کې ویلي، د بودیجې کمښت له امله به راتلونکې اپرېل میاشت کې افغانستان کې اړمنو ته د مرستو رسول محدود کړي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنه ۸۰ ماشومان د درملنې لپاره المان ته لېږدوي

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولانو کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د روانۍ اوونۍ د پنجشنبې پر ورځ به ۸۰ هغه ماشومان چې سوځېدلي او هډوکي یې مکروبي شوي، د درملنې لپاره المان ته ولېږدوي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند عرفان‌الله شرف‌زوی وویل، د دغو ماشومانو عمرونه له یوه کال څخه تر ۱۱ کلونو پورې دي.

د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې سبا چهارشنبه د وري میاشتې دویمه نېټه به «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان بانک نن (سه‌شنبه د ۱۴۰۲ د وري لومړۍ)  پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا چهارشنبه «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

ستره محکمه: شرعي قبالې به په «کاغذي او برښنايي» بڼه ووېشل شي

د سترې محکمې مسوولانو نن (سه‌شنبه د ۱۴۰۲ کال د وري لومړۍ) کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې هېواد کې یې د شرعي قبالو د وېش بهیر پیل کړی دی.

د سترې محکمې د مسوولانو په وینا، د نویو شرعي قبالو په تړاو یې په (۲۹) مادو کې یو طرزالعمل جوړ کړی چې د ا.ا د کابینې له لوري هم تصویب شوی دی.