Asset 1SWN

افغان کرېکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې لوبو ته ملي لوبډله اعلان کړه

Pakistan's Shaheen Shah Afridi (L) embraces Usman Ghani (R) as they both walk off together during the ICC men's Twenty20 World Cup 2022 cricket warm-up match between Afghanistan and Pakistan at the Gabba in Brisbane on October 19, 2022. - --IMAGE RESTRICTED TO EDITORIAL USE - STRICTLY NO COMMERCIAL USE-- (Photo by Patrick HAMILTON / AFP) / --IMAGE RESTRICTED TO EDITORIAL USE - STRICTLY NO COMMERCIAL USE-- (Photo by PATRICK HAMILTON/AFP /AFP via Getty Images)

د افغانستان کرېکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د درېوو شل اووره سیالیو لپاره د ملي لوبډلې د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

په اعلان شوې لوبډله کې د شل اووره سیالیو لپاره د ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر محمدنبي او ځوان توپوهونکی صدیق اتل ته ځای ورکړل شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، په اعلان شوې ۱۷ کسیزه لوبډله کې راشدخان لوبډلمشر، رحمن‌الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، صدیق الله اتل، نجیب‌الله ځدراڼ، افسر ځاځی، کریم جنت، محمد‌نبي، عظمت‌الله عمرزی، ګلبدین نایب، شرف‌الدین اشرف، نوراحمد، مجیب‌الرحمن، فرید احمد ملک، فضل‌الحق فاروقي او نوین الحق شامل دي.

همداراز نجات مسعود، ننګیال خروټی او ظاهر خان د احتیاطي لوبغاړو په توګه اخیستل شوي دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د یادې ادارې د اجرایي رییس نصیب‌خان له قوله ویلي چې د پاکستان پر وړاندې لوبو ته په چمتو شوي تمریناتي کمپ کې لوبغاړو ښه خواري کړې او په وینا یې، د لوبغاړو تمریناتو ته په کتو ملي لوبډله کې اخیستل شوي دي.

نوموړي ویلي: «زه ډاډه یم چې افغان لوبډله به په راتلونکو سیالیو کې ښې لوبې کوي او هېواد ته به ویاړونه راوړي. موږ خپلې لوبډلې ته په دې سیالیو کې د بریا لپاره دعا کوو او هیله من یو چې ملت ته به خوښۍ ور په برخه کړي.»

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به راتلونکې جمعه د روانې مارچ میاشتې په ۲۴مه نېټه د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې د درېوو شل اووره سیالیو لوبلړۍ پیل کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پاکستان کرېکټ بورډ دغو لوبو ته لا له وړاندې خپله ملي لوبډله اعلان کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام