Asset 1SWN

د افغانستان کرېکټ بورډ د ۱۹کلنو ملي لوبدله اعلان کړه

329623428_1274012293226760_6038100757680912540_n

د افغانستان کرېکټ بورډ نن چهارشنبه د کب ۱۷مه پر خپله فېسبوک‌پاڼه د بنګلدېش او سریلانکا د ۱۹کلنو کرېکټ ملي لوبډلو پر وړاندې د لوبو لپاره د ۱۹کلنې ملي لوبډلې د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

په اعلان شوې ۲۱کسیزه لوبډله کې د کورني کرېکټ ځینې پیاوړي ځوان لوبغاړي هم ځای لري چې د کرېکټ بورډ په وینا، له بېلابېلو تمریناتي سیالیو وروسته یې لوبډله کې شامل کړي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په اعلان شوي نوملړ کې نعمان شاه لوبډلمشر، کامران هوتک مرستیال لوبډلمشر، سهیل خان، سلیمان عربزی، حزب الله درانی، محمد هارون، خالد تڼیوال، وفي الله تره خیل، اکرم محمدزی، جمشید خان، علي احمد، ناصر حسن، فرهاد عثماني، جاوید پکتین، ګلزار خان، نصیر احمد، بشیر احمد، فریدون داودزی، نعمان مومند، یما عرب او خلیل احمد شامل دي.

د افغان نولس کلنه کم عمره ملي لوبدله به په راتلونکو دوه ورځو کې د عربي اماراتو په لور وخوځېږي او هلته به د روانې میاشتې په ۱۲ به د بنګلدېش پر وړاندې یوه څلور ورځنۍ سیالي وکړي.

تصویر: کرېکټ بورډ فېسبوک‌پاڼه

د افغانستان د کرېکټ بورډ د معلوماتو پر بنسټ، یاده ۲۱کسیزه لوبډله به د روانې مارچ میاشتې په ۱۸ به د بنګلدېش او سریلانکا د ۱۹کلونو ترمنځ درې اړخیزې سیالۍ پیل کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې له هغه وروسته به افغانستان په دوه یو ورځنیو سیالیو کې د سریلانکا د نولس کلنې کم عمره ملي لوبډلې کوربه‌توب هم وکړي چې د راتلونکې اپرېل میاشتې په لومړۍ او دریمه نېټه به ترسره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام