د پکتیا د بدني رونې ادارې مسوولان وايي چې د دغه ولایت په ځاځي‌اریوب ولسوالي کې د «امن اختر» په نوم پیل شوې ازادې سیالۍ پرون پای ته ورسېدې.

د «OFC» سازمان رییس اجمل ویاړ د سیالیو پای غونډې ته وویل، دغه لوبې د اختر په درېیمه پيل شوې وې او  پرون جمعه پای ته ورسیدې چې په وینا یې، د ۱۸ ولایتونو د ازادو سیالیو لوبغاړو په‌کې برخه اخیستې وه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه چې دغو سیالیو کې د پکتیا سربېره، د کابل، خوست، غزني، کاپیسا، پروان، ننګرهار، بغلان، پنجشیر، بامیان، سمنګان، لوګر،زابل، بادغیس، دایکندي، بلخ، کندوز او فاریاب  ۱۵۰ لوبغاړو  او زرګونه نندارچیانو ګډون کړی وو.

ویاړ همداراز زیاته کړه چې د یادو سیالیو څخه یې هدف هېوادوالو ته د هېواد حقیقي انځور ښودل او د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي او پرمختګ فکر راژوندي کول و.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغو لوبو ته راغلیو نندارچیانو هم خوښ څرګنده کړه چې په لویه کچه په پکتیا کې ازادې سیالۍ جوړې شوې وې او دغه ولایت کې یې د ورزش له مسوولانو غوښتنه وکړه چې په راتلونکې کې هم د ورته لوبو د جوړېدو زمینه برابره کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام