په خوست ولايت کې د رزمي لوبو لوبغاړي وايي چې د مالي ستونزو له امله نه‌شي کولای، بهرنيو هېوادونو کې لوبې وکړي.

خوست ته د راغلیو پاکستاني لوبغاړو سره د لوبو پرمهال د رزمي لوبو افغان لوبغاړي وايي چې مالي ستونزو یې په بهر کې د لوبو کولو مخه نیولې. په دغو رزمي سياليو کې د دواړو هېوادونو ۲۸ لوبغاړو برخه درلوده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د لوبو تنظيمونکي وايي چې له دې سیالیو څخه یې موخه د لوبغاړو پېژندنه او د دواړو هېوادونو سره په سپورتي برخه کې د اړيکو پراختيا ده.

د دې لوبو يو مسوول نعمت‌الله سلام‌وطندار ته وايي، «موږ په دې لوبو کې پاکستاني لوبغاړو ته بلنه ورکړې وه، ۱۴ زموږ لوبغاړي او ۱۴ پاکستاني لوبغاړي دي، هدف مو د دواړو هېوادونو د لوبغاړو ترمنځ ښې اړيکې دي. په دې سياليو کې موږ بريالي شوو.»

پاکستاني لوبغاړي هم خوښي څرګندوي چې د رزمي لوبو لپاره خوست ته راغلي.

دوی وايي، هڅه کوي چې د همداسې لوبو لپاره افغان لوبغاړو ته پاکستان کې د لوبو کولو لپاره بلنه ورکړي چې په دې سره د دوي اړيکې نورې هم پراخه شي.

پاکستاني لوبغاړي بسم‌الله سلام‌وطندار ته وویل، «مونږ په ځانګړې توګه د دوی له مېلمه‌پالنې هم مننه کوو او بله مسله دا ده چې مونږ هڅه کوو، افغان لوبغاړو ته دعوت ورکړو چې په پاکستان کې راسره سیالۍ وکړي.»

خو له دې لوبو سره-سره افغان لوبغاړي وايي چې د مالي ستونزو له امله نه‌شي کولای، بهرنيو هېوادونو لوبغاړو سره سيالۍ وکړي. شېرشاه د رزمي لوبو لوبغاړی دی، هغه وايي چې دوی کولای شي، په نړیواله کچه سیالۍ وکړي، خو اقتصادي ستونزې هغه څه دي چې د دوی وړتیاوې یې پټې ساتلې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دوی له اسلامي امارت څخه غواړي چې په دې برخه کې د لوبغاړو ستونزې درک او حل کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام