د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت مرستیال  سیداحمد شهید‌خېل د  اسلامي امارت د سرپرست حکومت دوه هغه لوړپوړي چارواکي دي چې د ملګروملتونو له لوري یې د سفرونو د معافیت نېټه ونه‌غځول شوه.

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست نن کابل کې د یوې خبري ناسته پرمهال د ملګرو ملتونو دې پرېکړې ته په غبرګون کې سلام‌وطندار ته وویل چې دغه اقدام نامعقول دی او یاد سازمان باید پرې بیاکتنه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی چې تازه د ترکیې له سفر څخه هېواد ته راستون شوی، وايي چې د افغانستا زده‌کړییز او ښوونیز نظام د نړیوالې ټولنې همکاریو ته اړتیا لري.

که څه هم حقاني پر نوموړي او د پوهنې وزارت پر مرستیال لګېدلی بندیز د هېواد د ښوونیز او زده‌کړییز نظام د شته ستونزو د حل لپاره ستر زیان بولي، خو په وینا یې چې نړۍ سره د اړیکو ټينګښت لپاره به بدیله لاره پیدا کړي.

نوموړي وویل: «په اوسنیو شرایطو کې داسې محدودیتونه نامعقول دي. افغانستان کې لوړې زده‌کړې ډېرې لاسته‌راوړنې لري او د تحصیلي بنسټونو درسونه روان دي. هغوی له دې ناخبره دي، که خبر وای، داسې پرېکړه یې نه نیوله.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سولې خبرو کې د ګډون لپاره درې کاله وړاندې د اسلامي امارت د یو‌شمېر چارواکو پر سفرونو لګېدلي بندیزونه لرې کړل شول. د سفرونو د معافیت دغه نېټه د روان کال د جون میاشې په ۲۰ نېټه پای ورسېده، خو د اسلامي امارت د ۱۳ چارواکو لپاره د درې نورو میاشتو لپاره وغځول شوه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام