د فرانسې خبري اژانس د ډيپلوماټیکو سرچینو په خبره راپور ورکړی چې ملګروملتونو د اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو وزارت د سرپرست عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت د یوه بل چارواکي پر سفر معافیت نه دی تمدید کړی او دواړه دغه کسان ممنوع‌السفر شوې دي.

د اسلامي امارت د ۱۵ چارواکو پر سفر د بندیز معافیت تېره ورځ پای ته ورسېده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د فرانسې اژانس ویلي، د اسلامي امارت د ۱۳ نورو چارواکو پر سفر د بندیز معافیت د دوو میاشتو لپاره غځېدلی، خو د نجونو پر زده‌کړو د محدودیت له امله د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو د دوو چارواکو پر سفرونو معافیت نه دی تمدید شوی.

په ۱۹۹۹ کال کې چې د اسلامي امارت د چارواکو پر سفرونو بندیزونه لګول شوي وو، د امریکا د مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري په ۲۰۱۹ کال کې د سولې خبرو پرمهال لرې شول.

دا داسې مهال دی چې پرون د بشري حقونو د څار بنسټ مرستیالې هیدربار ویلي وو، د اسلامي امارت د مشرانو پر سفر د بندیز معافیت باید تمدید نه‌شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت چارواکو تازه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو پرون یې ویلي وو، هیله لري چې د دوی د مشرانو پر سفر د بندیز معافیت په برخه کې کومه ستونزه رامنځ ته نه‌ دشي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام