Asset 1SWN

سلام وطندار

عباس ستانکزی د اوزبکستان له ځانګړي استازي سره د برښنا پر وارداتو غږېدلی

Stanikzai-121-pzap87xsiks6zt7w1f7w20476eq9bvcgcunlenpqx4

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل پر ټویټر لیکلي چې د دغه وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د افغانستان لپاره د اوزبکستان له ځانګړي استازي عصمت‌الله ارګاشف سره له دغه هېواد څخه افغانستان ته د وارداتي برښنا پر ستونزو ټیلیفوني خبرې کړې دي.

تکل د ستانکزي له قوله لیکلي چې د وارداتي برښنا کمېدو په کابل او یوشمېر ولایتونو کې افغانانو له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

هغه له اوزبکستان څخه غوښتي، څو هغومره برښنا چې د دواړو هېوادونو له لوري پرې هوکړه شوې، افغانستان ته را ورسوي.

د ضیااحمد تکل په وینا، د افغانستان لپاره د اوزبکستان ځانګړي استازي په دغو ټیلیفوني خبرو کې یاده ستونزه منلې او ویلي یې دي چې په اړه د یې د یاد هېواد له برښنا وزارت سره پرې خبرې هم کړې دي.

عصمت‌الله ارګاشف ویلي چې د اوزبکستان د برښنا مسوولانو افغانستان ته د برښنا په صادراتو کې د کموالي لامل په ژمي کې د دغه هېواد د برښنا په تولید کې کموالی او تخنیکي ستونزې یادې کړې دي.

نوموړي ټینګار کړی چې اوس یې افغانستان ته د برښنا په صادراتو کې څه‌ناڅه زیاتوالی راوستی او هڅه کوي چې نور هم زیات کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

افغانستان له ګاونډیو هېوادونو نه د برښنا پر صادرولو تکیه کړې او له اوزبکستان نه افغانستان ته راغلې برښنا د تخنیکي ستونزو له کبله پرې شوې چې اوس د کابل په ګډون، دولس ولایتونه د برښنا له کمښت سره مخامخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام