Asset 1SWN

سلام وطندار

افغانستان ته له یومیاشتني ځنډ وروسته د ۴۰ میلیونه ډالرو کڅوړه راورسېده

Dooolller-pkgoz05fniq25y6gjgttoro9zhiszhne4gvbbhkkug

د افغانستان بانک سلام‌وطندار ته په لېږلې خبرپاڼه کې لیکلي چې نن د نړیوالې ټولنې له لوري د ۴۰ میلیونه نغدو ډالرو یوه کڅوړه کابل ته را رسېدلې او یوه سوداګریز بانک ته سپارل شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «د افغانستان بانک د هر هغه اصولي اقدام چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړمنو کسانو سره د مرستې لامل کېږي، ستاینه کوي او دغه بانک به د بانکي سکټور د لا پیاوړتیا او ټینګښت په برخه کې هلې ځلې روانې وساتي.»

د افغانستان بانک له هېواد سره د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو هرکلی کړی او غوښتنه یې کړې چې یادې مرستې د بانکې سکټور له لارې وشي.

نړیوالې ټولنې پوره یوه میاشت وروسته د نغدو پیسو دا کڅوړه افغانستان ته را ولېږله او وروستۍ هغه یې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په څوارلسمه هېواد رارسېدلې وه.

که څه هم داسې ښکارېده چې نړیوالې ټولنې په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د افغان ښځو پر کار د اسلامي امارت د بندیز په غبرګون کې افغانستان ته د نغدو پیسو د کڅوړو را لېږلو لړۍ درولې، خو نن یو ځل بیا د ۴۰ میلیونه ډالرو یوه کڅوړه کابل ته راورسېده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې، نړیوالې ټولنې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته څه باندې ۱،۸ میلیارډه نغد ډالر افغانستان ته را لېږلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام