Asset 1SWN

د ولسي جرګې د یوه غړي پر موټر چاودنې ۸ کسان وژلي او ۱۵ یې ټپیان کړي

Explosion-01-p04tha350s1xpposau9duykdvnv68dckztvs53yqwc

نن سهار د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې د خوشحال خان مېنې اړوند په سپین‌کلي څلور لارې کې یوه چاودنه وشوه.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې په یاد ترهګریز برید کې ۸ کسان وژل شوي او د ولسي جرګې د غړي خان‌محمد وردګ په ګډون، له ۱۵ ډېر ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په یوه ټویټ کې لیکلي چې ښځې، ماشومان او د ډېر عمر کسان هم د ټپیانو په ډله کې دي. هغه وايي، ښايي د چاودنې له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېر لوړ شي.

د نوموړي په وینا، چاودنه د استوګنې کورونو ته نږدې شوې او خلکو ته یې زیانونه هم اړولي دي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې یوه بل غړي عبیدالله کلیمزي وردګ پر خپلې فېسبوک‌پاڼې د یادې چاودنې د غندنې ترڅنګ، لیکلي چې خان‌محمد وردګ یې روغتون ته لېږدولی او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

تر اوسه کوم چا یا وسله‌والې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام