سعودي عربستان د افغاني سرې میاشتې د عمومي ریاست په همکارۍ نن په کابل کې پر څه باندې ۵۰۰۰ بې‌وزلو کورنیو د بشري مرستو په  لړ کې د خوراکي او غیر‌خوراکي توکو د وېش بهیر پیل کړ.

په کابل کې د سعودي عربستان سفير د دغو مرستو د وېش پر مهال وويل، افغانان بېړنيو مرستو ته اړتيا لري او سعودي عربستان هڅه کوي چې د نورو مرستو د راټولو لپاره د نړۍ پام دغه هېواد ته راجلب کړي، څو په دې شرایطو کې افغانان يوازې پرې نه‌ږدي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړه، د افغانانو لپاره د ۱۹۰ ټنو په اندازه د مرستو کڅوړه بسنه نه کوي او په نږدې راتلونکې کې به د مرستو بار ۲۰۰ لویې لارۍ د ځمکې له لارې افغانستان ته واستول شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په دغو مرستو کې اووړه، غوړي، وریجې، بوره، غالۍ، کمپلې او د کور لوښي شامل دي. د افغاني سرې مياشتې ریاست سرپرست مطيع‌الحق مخلص د سعودي عربستان له یادو مرستو هرکلی او مننه کوي. نوموړی وایي، هیله لري چې په راتلونکي کې هم ورته بشري مرستې دوام  وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام