د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي پر کابل ښار پرونیو راکېټي بریدونو کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۵۱ نور ټپیان دي.

کورنیو چارو وزارت بیا د دغو بریدونو له کبله د ۸ کسانو د وژل کېدو او ۳۱ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.

د ولسمشر لومړي مرستیال نن یکشنبه په یوه یادښت کې پرونیو راکېټي بریدونو ته په اشارې، هغه «ناکامي» بللې ده.

نوموړي لیکلي، درې ورونه چې د امنیتي ځواکونو غړي وو هم د کابل ښار په دولسمه حوزه کې د چسپکي ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

د کابل پولیسو بیا ویلي و چې په یاده چاودنه کې یو کس وژل شوی دی.

امرالله صالح چې د سهار د ۶:۳۰ بجو غونډې رهبري او مدیریت کوي وايي، پر هغو سیمو یې جدي او ژور کار پیل کړی چې پر کابل ښار ترې راکېټي بریدونه شوي وو.

هغه لیکلي، هغه مهمات چې پر کابل ښار راکېټي بریدونو کې ترې ګټه اخیستل شوې، د شمالي په کلیو کې پیدا کېږي او د لېږد شبکه به یې په نښه شي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، پرون د کابل ښار پر بېلابېلو سیمو ۲۴ راکېټي بریدونه شوي دي. دغه وزارت ویلي چې یاد راکېټونه له تهیه‌مسکن نه توغول شوي دي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د دغه بریدد مسوولیت نه دی منلی.

طالب ډلې هم په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

د امریکا سفارت او اروپايي اتحادیې پر کابل ښار راکېټي بریدونه چې له کبله یې اته کسان ووژل شول او ۳۱ نور ټپیان شول، وغندل.

په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست راس وېلسن پرون په یوه ټویټ کې لیکلي و چې افغانان باید په ډار کې ژوند و نه کړي او په وینا یې، له خپلو افغان همکارانو سره کار کوي، څو د ورته بریدونو مخه ونیسي.

د اروپايي اتحادیې استازي هم پر کابل ښار راکېټي بریدونه «له وحشته ډک» او د بشري حقونو نقض بللی دی او ټینګار یې کړی چې په یادو بریدونو کې عام وګړي په نښه شوي دي.

ناټو هم په یوه ټویټ کې پر کابل ښار راکېټي بریدونه ناځوان‌مردانه بللي او ټینګار یې کړی چې د ترهګرۍ پر وړاندې به د افغانانو ترڅنګ ودرېږي.

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام