هره ورځ لسګونه کارګر د جوزجان د مرکز شبرغان ښار په بېلابېلو برخو کې ولاړ وي او هر لاروي ته یې سترګې وي چې ګواکې د کار لپاره به یې ورسره بوځي.
دوی وايي، اوس چې د بېوزلۍ او لوږې لمن تر هر کوره رسېدلې، تیار دي چې د یو وخت ډوډۍ برابرولو لپاره تر ټولو دروند کار وکړي.
جوزجان کې د سلاموطندار خبریال ذکرالله یزداني د دغه ولایت هغو لرو پرتو کلیو ته تللی او هلته یې له څو کارګرو ښځو سره خبرې کړي چې د ژوند ټوله هیله یې یوازې د یو وخت ډوډۍ برابرول دي.
د دغو ښځو له ډلې یوه هم ۳۳ کلنه خدیجه ده چې اته ماشومان لري. هغه وايي، د یو من اوړو پېرلو وسه نه لري او د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو لپاره په ورځو ورځو د خلکو کورونو کې جامې مینځي.
خدیجه د ژوند له ناخوالو شکایت کوي او ټولنه کې پر خپرې شوې بېوزلۍ اوښکې تویوي او وايي: «د خوړولو لپاره څه نهلرو. ژمی هم را روان دی. لرګي او بل هېڅ نشته. د اغوستو لپاره څه نهلرو. کاروبار نهشته. که هلکان مو کار وکړي، یو څه کېږي، که نه وي، د شپې یوازې چای څښو او پر همدې ګوزاره کوو.»
هغه د داسې کورنیو یادونه هم کوي چې د بېوزلۍ له لاسه یې د خپلو ماشومانو پلورلو ته مخه کړې او یا یې هم کمعمره نجونې واده کړې دي.
زرغونه هم د هغو ښځو له ډلې یوه ده چې د پنځه کسیزې کورنۍ مسوولیت ور پر غاړه دی. نوموړې وايي چې له سهاره تر ماښامه د یو وخت خوړو برابرولو لپاره هڅه کوي، خو ډېر کله یې کوچني ماشومان په لوږه ویده کېږي.
هغه زیاتوي: «د لرګيو او ګازو پېرلو وسه نه لرو. څلور پنځه شپې مو شلغم پخول. شلغم مو هم هغه ځای نه راټول کړي وو چې پسونه پهکې څرېدل. شپنو راته ویل، شلغم مه وړئ چې زموږ پسونه یې وخوري. باور وکړئ، پنځه افغانۍ نه لرو. حکومت دې مرسته وکړي. ډېر اړ یوو.»
د زرغونې په خبره، دا وضعیت یوازې پر دوی یا یوه کلي، ولسوالي او ښار نهدی راغلی، بلکې د ټول هېواد د حالت ښکارندويي کوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلهخوا د جوزجان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس سراجالدین سراجي وايي، د خلکو اوسني وضعیت ته په کتو یې هره اوونۍ پر اړمنو کورنیو یو ځل خوراکي توکي وېشي، څو د بېوزلۍ کچه راټیټه شي.
هغه هم تاییدوي چې خلک وزګاره دي او نهشي کولای چې د کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي. سراجي له نړیوالې ټولنې غواړي چې په اوسنیو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی وکړي.
خو د جوزجان اوسېدونکي بیا په دغه ولایت کې د بشري مرستو د وېش پر پروسې نیوکه کوي او په وینا یې، په عادلانه توګه نه وېشل کېږي. دوی غوښتنه کوي چې باید پر دغه بهیر بشپړه څارنه وشي.