د وزګارتیا دردوونکې کیسې؛ «۲۵ کاله تجربه لرم، خو اوس پر اروايي ناروغیو اخته یم»

یوشمېر هغه کسان چې په تېر څه باندې یوه کال کې یې دندې له لاسه ورکړي، له سخت اقتصادي وضعیت او وزګارتیا سر ټکوي.
دغه کسان چې مېرمنې هم په‌کې دي، سره له دې چې ډېری یې لوړې زده‌کړې او کلونه کاري تجربې لري، خو اوس وزګارتیا په مخه کړي او سخت کړاوونه تجربه کوي.

د بې‌وزلۍ دردوونکې کیسې؛ زرغونه: «که کار ونه مومم، ماشومان مې په لوږه ویده کېږي»

زرغونه هم د هغو ښځو له ډلې یوه ده چې د پنځه کسیزې کورنۍ مسوولیت ور پر غاړه دی. نوموړې وايي چې له سهاره تر ماښامه د یو وخت خوړو برابرولو لپاره هڅه کوي، خو ډېر کله یې کوچني ماشومان په لوږه ویده کېږي. د زرغونې په خبره، دا وضعیت یوازې پر دوی یا یوه کلي، ولسوالي او ښار نه‌دی راغلی، بلکې د ټول هېواد د حالت ښکارندويي کوي.