یوشمېر هغه کسان چې په تېر څه باندې یوه کال کې یې دندې له لاسه ورکړي، له سخت اقتصادي او وزګارتیا سر ټکوي. دغه کسان چې مېرمنې هم پهکې دي، سره له دې چې ډېری یې لوړې زدهکړې او کلونه کاري تجربې لري، خو اوس وزګارتیا په مخه کړي او سخت کړاوونه تجربه کوي.
ناجیه خروټې چې په ودانیزې انجینري کې ۲۵ کاله تجربه لري، وايي چې د اسلامي امارت په راتګ سره په کور ناسته او له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ ده.
هغه وايي، که څه هم د ژوند ډېره برخه یې د زدهکړو او هېواد ته د خدمت برخه کې تېره کړې، خو اوس د وزګارتیا له کبله پر سختو اروايي ستونزو اخته ده.
محمداعظم اصغري چې په رسنیو کې کلونه تجربه لري، خو اوس وزګاره او له ورته اقتصادي وضعیت سره مخ دی. نوموړی وايي، د کور مسوولیت ور پر غاړه دی او له تېر یوه کال راهیسې هڅه کوي چې دنده ومومي، خو په خبره یې، نهدی توانېدلی.
اصغري زیاتوي: «د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو لپاره تیار یم چې خښتې ووهم، خټې وکړم، موټر وچلوم او نورو سختو کارونو ته هم اوږه ورکړم. څه موده مې ټکسي وچلوله، خو دا چې بلد نه وم، ګټه مې پرې ونه کړه. هغه کسان چې وزګاره شوي، رښتیا له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.»
په همدې حال کې د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب سلاموطندار سره مرکه کې هم منلې چې هېواد کې د وزګارتیا کچه لوړه شوې، خو په وینا یې، د تازه کره شمېر په اړه یې معلومات نه لري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه د وزګارتیا زیاتېدو کچه په تېر حکومت وراچوي او وايي، پر بانکي سېسټمونو اوسني لګېدلي محدودیتونه او بهر کې د افغانستان د شتمنۍ کنګل کېدل هم د دغه وضعیت لاملونه دي.
د اقتصاد وزارت چارواکو د معلوماتو له مخې، هغه پروژې چې په تېرو کلونو کې یې د نړیوالې ټولنې له لوري مالي ملاتړ کېده، اوس په ټپه ولاړې دي او په خبره یې، په دې سره د وزګارتیا کچه هم لوړه شوې ده.