ټاکل شوې چې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د روانې فبرورۍ میاشتې په وروستیو او د مارچ په لومړیو کې د بنګله‌دېش په کوربه‌توب له دغه هېواد سره درې یو ورځنۍ او دوه شل اوریزې لوبې وکړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د ۲۰۲۳ یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته د لار موندنې په موخه افغان کرېکټ ملي لوبډله د روانې میلادي میاشتې پر ۱۲ نېټه له قطر څخه بنګله‌دېش ته سفر وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خبرپاڼې پربنسټ، افغان کرېکټ ملي لوبډله به د فبرورۍ په ۲۳، ۲۵ او ۲۸ له بنګله‌دېش سره په چېټاګرام لوبغالي کې درې یو ورځنۍ لوبې وکړي.

افغان کرېکټ لوبډله به همداراز د مارچ په درېیمه او پنځمه له بنګله‌دېش سره دوه شل اورېزې سیالۍ هم ولري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې افغان کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۳کال یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام ته د لار موندنې په لړ کې له هالنډ کرېکټ ملي لوبډلې سره درې یو ورځنۍ لوبې درلودې چې یادو سیالیو کې یې بریا خپله کړې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام