هندي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د مرسته شویو غنمو پنځلسمه جوپه نن د واګه بندر له لارې افغانستان ته لېږدول شوې ده.

د راپورونو له مخې، د مرستو دغې جوپه کې ۲۵۰۰ ټُنه غنم شامل دي چې د پاکستان له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هندي چارواکو ویلي چې د ۵۰۰۰۰ ټُنه مرستو شویو غنمو څخه تراوسه ۳۶زره ټُنه افغانستان لېږدول شوي او په نږدې راتلونکې کې به ۱۴۰۰ ټُنه نور هم دغه هېواد ته ولېږدول شي.

په ورته مهال د اسلامي امارت مسوولانو تېره اوونۍ هم ویلي و چې د هند د مرسته شویو غنمو یوه جوپه چې ۳۰۰۰ ټُنه غنم په‌شامل دي، هېواد ته رارسېدلې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هند افغانستان کې روان ناورین ته د رسېدو په موخه دغه هېواد سره د بشردوستانه مرستو په لړ کې ۵۰۰۰۰ ټُنه غنم او د طبي تجهیزاتو د مرستې ژمنه کړې ده. هند د دغو مرستو د لېږد لپاره تر راتلونکو دوو میاشتو پورې هوکړې ته رسېدلی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام