کابل کې د سټراټېژيکو همکاریو او همغږۍ د پیاوړتیا غونډه جوړه شوه

د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او خصوصي سکټور ترمنځ د همغږۍ او سټراټېژيکو همکاريو د پياوړتيا په موخه دويمه دوه‌ورځنۍ غونډه په کابل کې جوړه شوه.
د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مسوولان وايي، دغه کنفرانس يې د فرصتونو او ننګونو د ارزونې، د ښوونیز نصاب د کيفيت لوړولو او د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه جوړ کړی دی.

کابل کې شاوخوا ۶۰ نجونې له یوکلنو مسلکي زده‌کړو فارغې شوې

د «راه دانش» مسلکي زده‌کړو او خیاطۍ مرکز مسوولانو نن په دغه مرکز کې هغو ۶۰ نجونو ته چې د تېر یوه کال پر مهال یې د خیاطۍ، څرمن ګنډلو، انځورګرۍ، خطاطۍ او ځینو نورو لاسي صنایعو په برخو کې زده‌کړې کړې وې، د فراغت سندونه ورکړل.

له نشې ۵۳۰ رغېدلي کسان له څلورمیاشتني روزنیز پروګرام څخه فارغ شول

د یوشمېر هغو نشه‌یانو له ډلې چې د مسلکي او حرفوي زده‌کړو او له نشې د خلاصون په موخه د نشې پرېښودو ۵۰۰۰ بستریز مرکز ته لېږدول شوي وو، ۵۳۰ هغه یې په پنځو څانګو کې د دغه مرکز له یوې روزنیزې دورې فارغ شوي دي. دغو کسانو چې مخکې پر نشې اخته وو، څلور میاشتې د خیاطۍ، برښنا، د بیک او بوټانو ګنډلو او د کور برښنايي وسایلو د جوړولو برخه کې زده‌کړې کړې دي.

کابل کې ۵۰ یتیمان د موبایل جوړونې له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

کابل کې شاوخوا ۵۰ یتیمان چې د یوه خیریه بنسټ له لوري ورته د موبایل جوړونې برخه کې د څلورمیاشتنیو مسلکي زده‌کړو اسانتیاوې برابرې شوې وې، فارغ شول.
د دغه خیریه بنسټ رییس جاوید ابراهیمي وایي، د دغو یتیمانو د روزلو موخه یې پر خپلو پښو د هغوی درېدل او پر ځان بسیاینه ده.