Asset 1SWN

هرات کې د مسلکي زده‌کړو له یوه مرکز نه ۵۵۰ نجونې او هلکان فارغ شول

IMG-20221114-WA0019-pxpmqmuk8sy4kyjrr4c01y9j3tyzf8z68znen3anbc (1)

د هرات محلي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې ۵۵۰ نجونې او هلکان د مسلکي زده‌کړو له یوه مرکز نه فارغ شول. د دوی په وینا، دغه پروګرام شپږ میاشتې مخکې د «هېلپ‌-‌Help» موسسې له لوري پیل شوی او نن پای ته ورسېده.

د دغې موسسې رییس محمداصف پولاد وايي، ۵۵۰ کسانو چې ۳۵۰ یې هلکان او ۲۰۰ یې نجونې وې، دغه پروګرام کې بېلابېلې مسلکي زده‌کړې کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وايي، ډېری ګډونوال یې کارګر ماشومان وو چې په خبره یې، بېلابېلې مسلکي زده‌‌کړې او عملي کار یې کړی او په تر دې وروسته به د خپلو کورنیو لپاره کار کوي.

د هرات د کار او ټولنیزو چارو رییس میرزا ابومحمد منصور وايي چې اوس ټول‌ټال ۲۵۰۰ نجونې او هلکان په دغه ولایت کې پر مسلکي زده‌کړو بوخت دي.

د منصور په وینا، هڅه کوي چې د همکارو موسسو په ملاتړ دا شمېر ۴۰۰۰ کسانو ته ورسوي.

په همدې حال کې یوشمېر هغه کسان چې له دغه شپږمیاشتني پروګرام نه فارغ شوي وايي، اوس کولای شي چې د خپل مسلک پر مټ د کورنۍ په اقتصاد کې مرسته وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مسوولانو په وینا، یادو کسانو د برښنا، نل‌تېرونې، د ماشینونو جوړولو، جامو ګنډلو او خامک په برخه کې سندونه اخیستي او د هېلپ موسسې له لوري ورته د کار توکي او وسایل هم ورکړل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام