د هرات سیمه‌ییزې سرچینې سلام‌وطندار ته وایي چې دا چاودنه د جمعې په ماښام د دغه ولایت د جبرییل ښارګوټي په « توحید ۱۸» واټ کې رامنځته شوې ده.

د سيمې اوسېدونکي او د پېښې شاهدان وايي چې د سنګ‌ګیرک د سپورټي لوبغالي له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه کې دوه پرله پسې چاودنې رامنځته شوې دي. د سرچینې په وینا، چاودنه په شعیه مېشتې سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب محمدعارف جلالي سلام‌وطندار ته وویل، په دې پېښه کې څلور تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي چې روغتون ته لېږدول شوي دي. په همدې حال کې باختر خبري اژانس اعلان کړی چې د هرات په نهمه ناحیه کې د چاودنې له امله ۵ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باختر اژانس د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس نعيم‌الحق حقاني له قوله لیکي چې نن ماښام شاوخوا شپږ بجې د هرات ښار د نهمې ناحيې اړوند په يوه تفريحي میدان کې څلور ماينونه ځای پر ځای شوي وو چې له دې ډلې دوه بمونه یې خنثی شول خو د دوو نورو بمونو د چاودنې په پایله کې ۵ تنه ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان دي چې د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د دې چاودنې مسوولیت تراوسه چا نه ده منلې. خو له دې مخکې په هرات او د نورو ولایتونو په ځینو برخو کې ورته پېښې رامنځته شوي چې مسوولیت یې اسلامي دولت ډلې ( داعش) پر غاړه اخیستې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام