Asset 1SWN

سلام وطندار

هرات کې د ا.ا ځواکونو د موټر چپه کېدو پېښه کې څلور کسان مړه شوي

20221202_224812-pykza5wpacz0xwsnild5nqi7161tfdgaol9pvcgayw

د هرات محلي مسوولان تاییدوي چې د اسلامي امارت د ځواکونو یو موټر په دغه ولایت کې چپه شوی او له کبله یې څلور کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هرات د والي ویاند حمیدالله متوکل سلام‌وطندار ته ویلي چې دا پېښه نن د هرات‌-‌کندهار پر لویې لارې د اسلامي امارت ځواکونو د موټر چپه کېدو له کبله شوې ده.

تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې په دې پېښه کې د هرات او فراه لوړپوړي چارواکي مړه شوي، خو د هرات د والي ویاند دغه راپورونه بې‌بنسټه بولي او وايي چې د اسلامي امارت چارواکو ته زیان نه‌دی اوښتی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دې پېښې د لامل په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو تر دې مخکې د ورته پېښو لامل تل د موټرچلوونکو نه احتیاط او ګړندی مزل په ګوته شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام