په تخار کې یوې سرچینې سلاموطندار ته ویلي چې د دغه ولایت ینګيقلعه، چال او هزارسموچ ولسوالۍ پرته له جګړې وسلهوالو طالبانو ته پرېښودل شوي دي. سرچینه وایي، طالبانو بېګاه شپه د تخار چال او هزارسموچ ولسوالۍ او نن سهار یې ینګي قلعه ولسوالي تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.
د سرچینې په وینا، امنیتي ځواکونه له دغې ولسوالي څخه نظامي او ملکي وګړو ته د مرګژوبلې د اوښتو د مخنیوي لپاره له پوځي تجهیزاتو سره یوځای امنو سیمو ته شاهتګ کړی دی. په همدې حل کې سرچینه زیاتوي چې د تخار له درقد ولسوالي څخه هم امنیتي ځواکونه وتلي او د خواجه بهاءالدین ولسوالي ته یې شاه تګ کړی.
بلخوا د وسلهوالو طالبانو یوه ویاند ذبیحالله مجاهد ادعا کړې چې د دوی جنګیالیو په تخار کې ینګيقلعه، چال او هزارسموچ ولسوالۍ نیولي دي. خو د تخار امنیتي مسوولانو بیا تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده چې د تېرو دوو اوونیو په ترڅ کې د تخار شپږ ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې چې همدا پرون یې هم د دغه ولایت بهارک ولسوالي په بشپړه توګه ترخپلې ولکې لاندې راوسته.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په تخار کې یوې سرچینې د دې ولسوالي د نیولو په اړه سلاموطندار ته وویل چې په دغه ولسوالي کې د پولیسو او ملي امنیت ځواکونو په ګډون ۷۵سرتیري له خپلو پوځي وسایلو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوي دي. خو طالبانو بیا ویلی وو چې په دغه ولسوالي کې ورته ۸۰ سرتیري له خپلو درنو او سپکو وسلو سره یوځای تسلیم شوي.
په ورته مهال د یوه بل خبر له مخې د سمنګانو د دره صوف ولسوالي، وسلهوالو طالبانو ته پرېښودل شوې ده. په سمنګانو ولایت کې یوې باوري سرچینې سلاموطندار ته ویلي چې د دغه ولایت دره صوف ولسوالي پرته له جګړې وسلهوالو طالبانو ته پرېښودل شوې او بېګاه شپه دغه ولسوالي کې مېشت ولسي پاڅون کوونکي له خپلو پوځي تجهیزاتو سره بامیان ولایت ته تللي دي.
- سمنګانو کې ځانمرګی بريدګر موخې ته له رسېدو وړاندې ونيول شو
- د زابل شینکۍ ولسوالي طالبانو ته پرېښودل شوې
- د غور تولک ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې
د سرچینې په خبره، طالبانو نن سهار د دغه ولسوالي ودانۍ او امنیه قومنداني تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي. امنیتي چارواکي د دره صوف ولسوالي د سقوط په اړه څه نه وایي، خو وسلهوالو طالبانو بیا ویلي چې دغه ولسوالي یې نیولې ده.
د یادونې وړ ده چې د سمنګان ولایت د دره صوف پایین ولسوالي پرون ورځ د وسلهوالو طالبنو لاس ته لوېدلې وه چې د دې ولسوالي له سقوط سره د سمنګان ولایت د اوسېدونکي اندېښنې ډېرې شوي او له حکومت څخه غواړي چې د دې ولایت امنیت ته جدي پام وکړي. دوی وایي، که امنیتي بنسټونه د سمنګانو ولایت د امنیت په برخه کې ناغېړي وکړي، د دغه ولایت ولسوالي به هم د نورو ولایتونو په څېر د وسلهوالو طالبانو لاس ته ولوېږي.