د هوا پېژندنې ریاست په ۲۰ ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړ

په دې وروستیو ورځو کې د کابل په ګډون، په یوشمېر ولایتونو کې سخت بارانونه وشول او سېلابونه راغلل چې له کبله یې لسګونو افغانانو ته مرګ‌ژوبله واوښته. اوس د هوا پېژندنې ادارې یو ځل بیا نن او سبا په شلو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکوي.

د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون: څه باندې ۵۸۹ زره او ۴۹۹ جریبه ځمکې مو بېرته راګرځولي

د ا.ا د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون نن رسنیو ته د خپل کاري راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل چې تر اوسه یې په بېلابېلو ولایتونو کې څه باندې ۷۵ لکه ۵۱ زره او ۳۴۳ جریبه ځمکه تشخیص او تثبیت کړې ده.
د دغه کمېسیون د مسوولانو په خبره، په ټول هېواد کې یې څه باندې ۷۹ لکه ۴۹ زره او ۷۲۱ جریبه ځمکه ارزولې ده.

فاریاب کې د کارګرو ماشومانو زیاتوالی؛ «که ډوډۍ ولرو، خوښېږي مې درس ولولم»

دولس کلن سهرا چې ټوله ورځ د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې د خلکو د بوټانو په رنګولو تېروي وايي، اقتصادي ستونزو اړ کړی چې له دې لارې خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.
هغه چې د ښوونځي د پنځم ټولګي زده‌کوونکی و وايي، هیله یې لرله چې یوه ورځ ډاکټر شي، خو بې‌وزلۍ له زده‌کړو بې‌برخې کړی او اوس یې د ډاکټر کېدو هیله پر خوب بدله شوې ده.

پر افغان ښځو د ا.ا د محدودیتونو دوام؛ ښځینه مدافع وکیلانې پر کوم برخلیک اخته دي؟

د سلام‌وطندار موندنې چې له ۲۶ ښځینه مدافع وکیلانو سره د مرکو له لارې ترلاسه شوي، ښيي چې یادې وکیلانې د افغانستان اسلامي جمهوریت له سقوط وروسته له امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوې دي. د دغو وکیلانو له ډلې ۱۹ هغو یې ویلي چې له امنیتي ګواښونو له کبله په یوه سیمه کې دوامدار ژوند نه‌شي کولای.

محمداشرف غني: افغانان دې له هر ډول تفرقې او اختلاف ځان وساتي

د افغانستان مخکيني ولسمشر محمداشرف غني د عاشورا ورځې په اړه يوه پيغام کې ويلي چې افغانان دې له هر ډول تفرقې او اختلاف څخه ځان وساتي.
نوموړي نن (د زمري پنځمه، د پنجشنبې ورځ) پر خپلې فېسبوک‌پاڼې ليکلي، افغانان دې له تفرقې لاس واخلي او د محرم نمانځنه دې پر يووالي او ورورولۍ بدله کړي.

بادغیس کې «بوټولېزم» ناروغي د یوې کورنۍ څلور غړي مړه کړي

د بادغیس روغتیايي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په قادس ولسوالي کې د یوې کورنۍ څلور غړي پر «بوټولېزم» ناروغي د اخته کېدو له کبله مړه شوي دي.
د بادغیس د مرکزي روغتون سرطبیب اجمل عاطف وايي، یاد کسان د روانې اوونۍ په لومړیو ورځو کې داسې مهال چې روغتیايي وضعیت یې نازک و، دغه روغتون ته ور وړل شوي وو.