Asset 1SWN

د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون: څه باندې ۵۸۹ زره او ۴۹۹ جریبه ځمکې مو بېرته راګرځولي

اااا

د ا.ا د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون نن رسنیو ته د خپل کاري راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل چې تر اوسه یې په بېلابېلو ولایتونو کې څه باندې ۷۵ لکه ۵۱ زره او ۳۴۳ جریبه ځمکه تشخیص او تثبیت کړې ده. د دغه کمېسیون د مسوولانو په خبره، په ټول هېواد کې یې څه باندې ۷۹ لکه ۴۹ زره او ۷۲۱ جریبه ځمکه ارزولې ده.

دغه کمېسیون همداراز ټینګار کوي چې د څه باندې ۴۰۴۸ جریبه غصب شویو ځمکو د قضیو پرېکړه یې د اسلامي امارت په ګټه کړې، خو دا چې خلکو یې په اړه سندونه وړاندې کړي او کمېسیون یې هم دوسیې د وروستۍ پرېکړې لپاره ځانګړې محکمې ته استولې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون منشي احسان‌الله وثیق وايي: «په تېرو کلونو کې دلته ډېرې مافیاوې جوړې او پیاوړې شوې وې او د ځمکو د غصب مافیا د دغو مافیاوو له ډلې یوه وه.»

د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون لا هم ادعا کوي چې د جمهوري ریاست په دوره کې د زورواکو له‌خوا د ځمکو غصب په افغانستان کې د ځینو سترو اقتصادي او پرمختیايي پروژو د نه پلي کېدو یو اصلي لامل هم و.

د دغه کمېسیون غړي د نوي کابل پروژه، د کندهار د عینو مېنې چاڼ او د ننګرهار کرنیز کانال د هغو پروژو په توګه یادوي چې د زورواکو له لوري د غصب شویو ځمکو له امله يې کارونه په ټپه ولاړ وو.

د سرپرست حکومت د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون چارواکي وايي، په دغو پروژو کې د ځمکو د غصب ستونزې هوارې شوي او د دوو پروژو کارونه چې د کندهار د عینو مېنې ښارګوټی او په ننګرهار کې د کرنې کانال شامل دي، پیلېږي. د دوی په وینا، د نوي کابل پروژه هم بشپړه شوې او ډېر ژر به پرانېستل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون منشي احسان‌الله وثیق زیاتوي: «تېر حکومت غوښتي و چې د نوي کال پروژه پرانېستل شي، خو و نه توانېده؛ ځکه غاصبانو غوښتل تر هغه چې ونډه ور نه کړل شي، نه یې پرېږدي چې دا پروژه پرانېستل شي.»

واک ته د اسلامي امارت له بیاځلي راتګ وروسته د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون د څو دولتي ادارو په غړیتوب جوړ شو چې د ځمکو د غصب مخنیوي برخه کې فعالیت کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام