د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون: څه باندې ۵۸۹ زره او ۴۹۹ جریبه ځمکې مو بېرته راګرځولي

د ا.ا د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون نن رسنیو ته د خپل کاري راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل چې تر اوسه یې په بېلابېلو ولایتونو کې څه باندې ۷۵ لکه ۵۱ زره او ۳۴۳ جریبه ځمکه تشخیص او تثبیت کړې ده.
د دغه کمېسیون د مسوولانو په خبره، په ټول هېواد کې یې څه باندې ۷۹ لکه ۴۹ زره او ۷۲۱ جریبه ځمکه ارزولې ده.

لوګر کې غصب شوې ځمکې بېرته را ګرځول کېږي

د لوګر د پل‌علم ښاروال مولوي اسحاق سعید سلاموطندار ته وویل، اسلامي امارت د دغه ولایت په مرکز پلعلم او یوشمېر ولسوالیو کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي هڅې پیل کړې دي.
هغه وویل، د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي په موخه یو کمېسیون ټاکل شوی او ډېر ژر به غصب شوې ځمکې بېرته راوګرځوي او غاصبان به هم د قانون منګولو ته وسپاري. د لوګر اوسېدونکي هم د اسلامي امارت له لوري د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي هرکلی کوي.