د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې یا اوچا ویلي چې جاپان افغانستان کې زلزله ځپلو سره د ۳ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر نن سه شنبه په یوه راپور کې ویلي، جاپان دغه مرسته د افغانستان په سوېل ختیځو ولایتونو کې د شوې زلزله له امله زیانمنیو شویو ته ځانګړې کړې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اوچا همداراز زیاته کړې چې جاپان د سره صلیب او هلال احمر نړیوال فدراسیون په چوکاټ کې د روغتیايي، طبي، سرپناه، اوبو او نورو جدي مراقبتونو برخه کې په خوست او پکتیکا ولایتونو کې مرسته کوي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د راپورونو پربنسټ، په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د شوې زلزلې له امله شاوخوا ۱۰۰۰ کسان مړه او په سلګونه نور ټپیان شول.