د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق ویلي چې په خوست او پکتیکا کې شوې زلزلې د اومېندوارۍ په شرایطو برابرې نږدې ۲۰۰۰۰ مېرمنې او لږ تر لږه ۲۰۰۰ مېرمنې چې د اومېندوارۍ په وروستیو میاشتو کې دي، سختې اغېزمنې کړې دي.

دغه سازمان په خپره کړې خبرپاڼه کې وړاندوینه کړې چې په زلزله ځپلو سیمو کې به راتلونکو درېوو میاشتو کې شاوخوا ۶۴۰ اومېندواره مېرمنې زېږون وکړي چې د زېږون پرمهال به بېړنیو روغتیايي خدمتونو ته اړتیا ولري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق د ښځو اړتیا وو برابرولو او  د بېړنیو خدمتونو د رسولو لپاره چمتووالی نیولی او له خپلو شریکانو سره له نږدې د بشردوستانه مرستو د همغږۍ په برخه کې په ګډه کار کوي

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق اجرايي مدیرې ناتالیا کانم ویلي، د هغو کورنیو ترڅنګ ولاړ دي چې په وروستۍ زلزله کې زیانمن شوي دي.

نوموړې زیاته کړې چې د ښځو او نجونو د روغتیا خوندیتوب او د زېږون پرمهال ټولو اړینو روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په اړه به له هرې ممکنې لارې کار واخلي.

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق همداراز ویلي چې د روان میلادي کال په لومړیو کې یې افغانستان کې د ۹.۲ میلیونه کسانو د اومېندوارۍ پرمهال د روغتیا او رواني- ټولنیزو اړتیاوو ته د ځواب ویلو لپاره د ۲۶۰ میلیونه ډالرو مالي مرستې غوښتنه کړې وه چې تراوسه یې ۱۱سلنه تامین شوې ده.

د یاد سازمان په وینا، وروستۍ زلزله به مالي سرچینې چې لا له وړاندې کمې شوې وې، تر سخت فشار لاندې راولي.

 د محلي مسوولانو د معلوماتو له مخې، د هېواد په سوېل ختیځ کې د دوه اوونۍ وړاندې مرګونې زلزلې د شاوخوا ۱۵۰۰ کسانو ژوند واخیست او څه باندې ۲۰۰۰ کسان یې ټپیان کړل.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال د روغتیا نړیوال سازمان بیا ویلي چې په دغه زلزله کې ۱۰۲۶ کسان مړه شوي او ۶۰۳۸ کسان ټپیان شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام