د سره صلیب نړیوالې کمېټې په خپل تازه راپور کې ویلي چې په سوېل ختیځ پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو کې د شوې زلزله له امله څه باندې ۲۰۰زره کسان زیانمن کړي دي.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې په راپور کې راغلي چې په دغه زلزله کې ۶۰زره کورنۍ زیانمنې شوي او ۴۰سلنه ماشومانو ته هم زیان رسېدلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په  راپور کې ویل شوي: «دغه وضعیت افغانستان کې د اوسني بشري ناورین سره یوځای رامنځته شوی. د افغانستان څه باندې ۵۰سلنه نفوس د بېلابېلو ناورینونو له کبله بشري‌مرستو ته اړتیا لري.»

بل‌خوا د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان هم وايي چې د پکتیکا او خوست زلزله ځپلي نغدي مرستو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې کورني او بهرني مرستندویه بنسټونه غیرنغدي مرستې کوي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال نورالدین ترابي نن کابل کې د یوې خبري ناسته پرمهال وویل چې زلزله ځپلو ته د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته کمه لیدل کېږي او په وینا یې چې باید له زلزله ځپلو سره نغدي مرستې وشي، څو خپلې ستونزې پر حل کړي.

د زلزلې له امله د زیانمنو شویو کسانو د شمېر په اړه د سره صلیب نړیوالې کمېټې راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د تېرې چهارشنبې زلزلې څه باندې ۱۰۰۰ مړه کړل او نږدې ۲۰۰۰ کسان یې ټپیان کړل.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال د ورکړل شویو شمېرو له مخې په دغې زلزله کې شاوخوا ۱۰۰۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام