Asset 1SWN

یوان‌ډي‌پي: ۴۰ سلنه افغانان برښنا ته څه‌ناڅه لاسرسی لري

برق-qizlatyb7as04dd79bqkyjvu5bwzwufhnl2lx0jhjc

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام یاUNDP  د یکشنبې په ورځ په یوه راپور کې لیکلي چې افغانستان د برښنا په برخه کې له سختو ننګونو سره مخامخ دی او یوازې ۴۰ سلنه افغانان برښنا ته لاسرسی لري. د دغه سازمان په راپور کې لیکل شوي چې د افغانستان ۷۵ سلنه برښنا له نورو هېوادونو را واردېږي. د یوان‌ډي‌پي د راپور په یوه برخه کې لیکل شوي:

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

«دغه وضعيت نه‌دی سم شوی؛ ناروغان او زده‌کوونکي ډېرې کمې برښنا ته لاسرسی لري. هغه ولايتي روغتونونه چې د برښنا له شبکې سره تړلي، د ورځې پنځه يا شپږ ساعته او ان ځيني وخت ۱۲ ساعته برښنا نه لري. د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام د ۲۰۲۳ کال پر مهال په کابل او کاپيسا ولايتونو کې په ۳۰ روغتيايي مرکزونو او ۱۵ ښوونځيو کې د لمريزې برښنا سېسټمونه جوړ کړي دي.»

بله‌خوا په يوشمېر ولايتونو کې د دولتي روغتونونو مسوولان هم په روغتيايي مرکزونو کې د برښنا له نشتوالي شکايت کوي او وايي، دا ستونزه د ناروغانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي. د کندهار په میوند ولسوالي کې د میوند روغتون آمر ډاکټر اجمل سلام‌وطندار ته ویلي:

«په دغه دولتي ځای او روغتون کې برښنا مهمه ده. دلته د برښنا کموالي له کبله ګڼې ستونزې راته پیدا شوي. د مرکزي او دغه روغتون ترمنځ له ۷۵ تر ۸۰ کیلومټره پورې واټن دی. کله چې ناروغان راځي، ډېری یې اختلاطي ناروغان دي چې اېکسرې او ترما ته اړتیا لري، خو برښنا نه لرو او دوی چې مرکزي روغتون ته ځي، پر لاره مړه کېږي. مخکې یوې موسسې زموږ برښنا برابروله، اوس هغه هم نشته.

په ځینو ولایتونو کې د زده‌کړه‌ییزو مرکزونو مسوولان هم د برښنا له نشتوالي شکایت کوي او وايي، دا ستونزه د پوهنې کیفیت را ټیټوي. د دایکندي د یوه ښوونیز مرکز رییس لطیف حیدري سلام‌وطندار ته ویلي:

«په دایکندي کې د برښنا ستونزې ډېرې دي، په تېره د انګلیسي او کمپیوټر ټولګي چې له برښنا سره ډېر تړلي او دا پر زده‌کړو منفي اغېز کوي. ان تر څلورو ورځو پورې برښنا نه وي؛ موږ د ورځې له درېوو تر څلورو ساعتونو پورې برښنا لرو.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په همدې حال کې د برښنا شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي هم تاییدوي چې د هېواد ۴۰ سلنه کورنۍ برښنا ته لاسرسی لري. هغه وايي: «موږ شل سلنه کورنۍ برښنا لرو او ۸۰ سلنه وارداتي برښنا ده. یوازې سږ کال زموږ کورنۍ برښنا کمه وه، ځکه وچکالي وه او په بندونو کې اوبه نه وې. موږ هڅه کوو چې د برښنا ستونزې حل کړو. ډېر کم افغانان برښنا ته لاسرسی لري؛ دا په دې مانا نه‌ده چې برښنا شرکت پرې بسنه کوي.»

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام «UNDP» هم په خپل راپور کې وړاندیز کړی چې په افغانستان کې د برښنا د کمښت ستونزې د حل لپاره باید پر لمریزې برښنا چې د لاسرسي وړ او ارزانه ده، پانګونه وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام