
لغمان کې د ۱۰میګاواټه لمریزې برښنا پروژې چارې پيل شوې
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر لغمان کې د ۶ میلیون ډالرو په ارزښت د ۱۰ میګاواټه لمریزې برښنا پروژې چارو پرانیسته وکړه.
هغه وویل، د برښنا د تولید دغې دستګاه جوړولو چارې به شپږ میاشتې وخت ونیسي او ۱۰ زره کورنیو ته به بریښنا برابره کړي. نوموړي وویل، د برښنا دغه پروژه به ۶ میاشتو کې بشپړه او ۱۰ زره کورنیو ته برښنا برابره کړي.

