په بشردوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیټس ویلي چې دغه سازمان افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت بېړنۍ مالي مرسته کوي.

نوموړي پرون پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه ۱۰ میلیونه ډالري مرسته به د ملګرو ملتونو د اضطراري صندوق له لارې افغانستان کې زلزله ځپلو ته ورکړل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ګریفیټس زیاته کړې چې سلګونه کسانو په دې زلزله کې مړه شوي، ګڼ‌شمېر ټپیان او کورونه یې په بشپړه توګه له‌منځه تللي دي. دا په داسې حال کې ده چې پرون ازبکستان او ترکمنستان افغانستان له زلزله سره له مرستو بار درې الوتکې هېواد ته راستولې دي.

په ورته مهال ملي راډیو ټلوېزیون خبر ورکړی چې په تازه‌ګۍ سره هند افغانستان ته شاوخوا ۳۰۰۰ ټُنه غنم رالېږلي دي. بل‌خوا د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې مدني فعالانو او ځوانانو زلزله ځپلو ته د مرستو راټولولو او وینې ورکولو کمپاین پیل کړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې یو‌شمېر هېوادونو او نړیوالو بنسټونو اعلان کړی و چې افغانستان کې به زلزله ځپلو ته بشري‌ مرستې رسوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام