د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس سیف‌الدین معتصم وايي چې د دغه ولایت یو‌شمېر ځوانانو پکتیکا، خوست او پکتیا ولایتونو کې زلزله ځپلو ته د مرستو راټولولو کمپاین پیل کړی دی.

د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس په وینا، دغه کمپاین به پنځه ورځې دوام وکړي او راټولېدونکې مرستې به د یوه پروګرام له لارې هېواد کې پر زلزله ځپلو ووېشل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سیف‌الدین معتصم له ټولو سوداګرو او خلکو غوښتنه کړې چې په سوېل ختیځ ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره مالي او خوراکي مرستې وکړي.

په ورته مهال جوزجان کې یو‌شمېر رضاکاره ځوانان وايي چې د مرستو راټولو دغه کمپاین یې پکتیکا، خوست او پکتیا ولایتونو  کې له زلزله ځپلو سره د خواخوږۍ شریکول دي.

په هېواد کې شوې وروستۍ زلزله چې ډېری زیان یې پکتیکا او خوست کې خلکو ته اړولی دی، د یو‌شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکو هم زلزله ځپلو ته د مرستو راټولولو کمپاین کړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې سربېره ځینو هېوادونو هم افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د مرستو اعلان کړی چې ځینې مرستې یې هېواد ته رارسېدلې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام