یوشمېر افغان کډوال چې په دې وروستیو کې له ایران څخه بېرته هېواد ته راستانه کړل شوي، شکایت کوي چې هېواد ته د راستنېدو پر مهال د ایران د کډوالو  په کمپونو کې د دغه هېواد د ځواکونو له‌خوا یرغمل نیول شوي او ورڅخه باج اخیستل شوی دی.

ګل‌احمد چې تازه له ایران څخه هېواد ته راستون‌ شوی، سلام‌وطندار ته وایي چې د ایران د کډوالو په یوه کمپ کې اړ کړل شوی له ۳ تر ۴ میلیونه تومان باج ورکړي او تر هغو چې یې پیسې برابرولې، په کمپ کې یرغمل نیول شوی و. نوموړی زياتوي چې دا پيسې يې د خپلو خپلوانو په مرسته راټولې کړې دي.

ګل‌احمد وایي: «یوه ورځ  په کار ځای کې وم چې راغلل او کمپ ته یې بوتلو. پر موږ یې ظلم کاوه او پیسې یې غوښتلې. له موږ څخه یې ۳ تر ۴ میلیونه تومانه واخیستې، موږ سره پیسې نه وې، اړ شو چې خپلو دوستانو ته زنګ ووهو، هغوی حواله کړې. ظلم به یې کاوه او ځورولو به یې، موږ ته یې سپکاوی  هم کاوه.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نعمان یو بل افغان کډوال دی چې له ایران څخه تازه هېواد ته راستون شوی دی. هغه سلام‌وطندار ته وایي چې د ایران په یوه کمپ کې یرغمل نیول شوی و او له دې سربېره، د دغه هېواد د نظامیانو له‌خوا وهل او ټکول کېده او اړ و چې درانه کارونه هم وکړي.

هغه وایي: «په کمپ کې یې له موږ څخه د یو غلام په توګه کار اخیسته. موږ ته به یې جامې راکولې چې پرې‌ یې مینځو، خونې به یې راباندې پاکولې او نور درانه کارونه به یې راباندې کول. موږ یې ځورولو او وهلو به یې.»

له ایران څخه تازه راستانه شوي کډوال په کار ځایونو کې د ایرانيیانو له لوري نورې ترخې خاطرې هم لري. دوی وایي، سره له دې چې په میاشتو میاشتو به یې کار کاوه، خو کله چې به یې د کار خاوند څخه د خپلو پیسو غوښتنه کوله، هغه به ایراني پولیسو ته تسلیماوه.

محمدرحیم چې د هلمند اوسېدوونکی دی او تازه له ایران څخه راستون شوی، سلام‌وطندار ته وایي: «هلته مو شاوخوا درې میاشتې کار وکړ، کله مو چې د خپل حق غوښته وکړه او ورته مو وویل چې افغانستان ته پیسې لېږو، موږ ته یې منفي ځواب راکړ، سپکاوی یې راته وکړ او وې ګواښلو چې پولیس ته مو سپارو. کله مو چې بیا وغوښتلې، پولیسو ته یې زنګ وواهه او موږ یې بېرته راوشړلو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د اسلامي امارت د مسوولانو نظر هم له ځان سره ولرو، خو له بیا بیا هڅو سره، د اسلامي امارت ویاندویانو په دې اړه ځواب رانه‌ کړ.

د یاودنې وړ ده چې په دې وروستیو میاشتو کې پر ټولنیزو رسنیو، له افغان کډوالو سره د ایراني ځواکونو او د دغه هېواد د عامو خلکو د ناوړه چلن په اړه یوشمېر ویډیوګانې خپرې شوې چې په کور دننه او بهر یې د ګڼ‌شمېر افغانانو غبرګونونه راوپارول.

د یادو ویډیوګانو د خپرېدو په اړه له غبرګونونو وروسته، اسلامي امارت د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه ایران ته پلاوی واستاوه، خو د دغه سفر د پایلو په اړه تراوسه معلومات نشته.

په همدې حال کې د سره صلیب د کمېتې رییس رابرت ماردیني په دې وروستیو کې له ایراني چارواکو سره تر لېدنې وروسته ویلي، د دغه هېواد حکومت د افغان کډوالو پر وړاندې د ښه چلن ډاډ ورکړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام