Asset 1SWN

له ښوونځیو فارغې نجونې: پیسې مو ورکړي، خو تراوسه یې شهادت‌نامه نه ده راکړې

Ministry-of-Education-pmj6t9wjzlagc1c14mh005j0cf8pewnic54mqdgbk8

کابل کې له دولتي ښوونځیو یو‌شمېر فارغې شوې نجونې وايي، که څه هم دوه، درې کاله وړاندې له ښوونځیو فارغې شوي، خو تراوسه یې شهادت‌نامې نه دي ترلاسه کړي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي چې د شهادت‌نامې اړوند لګښت یې د ښوونځیو سرښوونکو ته ورکړی او تراوسه یې شهادت‌نامې نه دي ورکړل شوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

مژګان چې دوه کاله وړاندې د کابل په شپږمه ناحیه کې له یوه دولتي ښوونځي څخه فارغه شوې ده، نوموړې سلام‌وطندار ته وویل: «دوه کاله کېږي چې فارغه شوې یم. د شهادت‌نامې لپاره راڅخه پیسې واخیستې، خو تراوسه یې شهادت‌نامه نه ده راکړې.»

په ورته مهال کابل کې یوه بله فارغه شوې زده‌کوونکې مدینه بیا وايي: «هر کله چې ښوونځي ته د شهادت‌نامې لپاره ورځو، سر ښوونکی راته وايي چې یو دوه کاله په تمه شئ، ځکه تراوسه د ۱۳۹۸ شهادت‌نامې نه دي راغلي.»

د ښوونځیو ډېری فارغو شویو نجونو زده‌کوونکو د شهادت‌نامې لګښت د سرښوونکو ته ورکړی، خو وايي، د زده‌کړو دوام لپاره له ښوونځي د فراغت سند ته اړتیا لري او اړ دي چې په خپله د کابل پوهنې ریاست ته مراجعه وکړي.

بل‌خوا کابل کې د ښوونځیو یو‌شمېر مسوولان وايي چې د ۱۳۹۷ تر ۱۴۰۰ کاله پورې یې د شهادت‌نامو پیسې د کابل پوهنې ریاست ته تسلیم کړي، خو په وینا یې، تراوسه یې د فارغانو شهادت‌نامې نه دي ورسپارلي.

د یوه ښوونځي سرښوونکې سوسن مسعودي وویل: «موږ د ۱۳۹۷ کال شهادت‌نامې ترلاسه کړې. دا د ریاست کار دی. کله چې موږ مراجعه وکړه او پوښتنه مو وکړه چې ولې شهادت‌نامې نه دي چاپ شوي، دوی موږ ته وویل چې کاغذ نشته. د ۱۳۹۸ کال شهادت‌نامې تراوسه نوبت کې دي او د پوهنې ریاست پلمه کوي چې د چاپ ماشینونه خراب شوي او یا هم کاغذ نشته.»

په همدې حال کې د کابل د یوه بل ښوونځي سرښوونکې مونسه احدي د کابل پر پوهنې ریاست د نیوکې ترڅنګ وویل: «د ۱۴۰۱ کال فارغانو څخه دوه برابره پیسې اخیستل شوي. ښوونځیو او زده‌کوونکو ته ژمنه ورکړل شوې چې ډېر ژر به یې شهادت‌نامې ښوونځیو ته وسپارل شي، خو کار یې درېدلی دی.»

په ورته مهال د کابل ښار پوهنې ریاست کې سرچینې وايي چې تراوسه د ۲۰۰زرو شهادت‌نامو چې د مخکي حکومت فارغان هم په‌کې شامل دي، باقي پاتې دي.

سرچیې د نوم نه ښودلو پر شرط سلام‌وطندار ته وویل: «یو شپنۍ برخه مو تنظیم کړه او له بده‌مرغه چ د مخکینو دورو ۲۰۰زره شهادت‌نامې پاتې دي چې هر څومره کوښښ هم وکړو، بیا هم نورو دورو کې چې فارغېږي، شمېر یې زیاتېږي. اوس د ۱۳۹۸ شهادت‌نامو وروستي پړاو کې یوو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې تېرکلونه به د ښوونځیو فارغانو تر فراغت وروسته په ډېره کمه موده کې له ښوونځیو او یا هم په انفرادي توګه شهادت‌نامې ترلاسه کولې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام