Asset 1SWN

بدخشان کې یوه کس خپله مخکینۍ مېرمن او خواښې وژلي

Badakhshan-780x470

بدخشان کې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په کوهستان ولسوالي کې یوه کس خپله مخکینۍ مېرمن او خواښې وژلي دي.

سرچینې زیاته کړې چې پېښه بېګاه شپه ۱۰ بجې د کوهستان ولسوالي په «وخنده» کلي کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د سرچینې په وینا، یاد کس څه موده وړاندې خپله مېرمن طلاق کړې وه او بېګاه شپه د خپلې طلاق شوې مېرمنې د ورور د وژنې لپاره د نوموړي کور ته ورغلي و، خو هغه په کور کې نه و او خپله طلاق شوې مېرمن او خواښې یې وژلي دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

قاتل له سیمې څخه په تېښته بریالی شوی دی. د بدخشان محلي مسوولانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام