Asset 1SWN

پکتیا کې یوه مېرمن د خپلې کورنۍ له‌خوا په مرموز ډول وژل شوې

30550f3e-c8c7-4eff-ab88-d2f698e900d7

د پکتیا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز ګردېز ښار کې یوه مېرمن د خپلې کورنۍ له‌خوا وژل شوې ده.

د پکتیا د امنیې قومنداني ویاند عبدالباري منیب سلام‌وطندار ته ویلي چې پرون شنبه د لړم ۲۰مه د مرکز ګردېز ښار د درېیمې امنیتي حوزه په «ملا قدرت درې» کلي کې یوه مېرمن د خپلې کورنۍ د غړیو له لوري په مرموز ډول وژل شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د عبدالباري منیب په وینا، د یادې مېرمنې د وژنې په تور د نوموړې د کورنۍ دوه شکمن کسان نیول شوي او تر پوښتنو ګروېګنو لاندې دي.

تراوسه معلومه نه ده چې دغه مېرمن د خپلې کورنۍ د غړیو له‌خوا ولې وژل شوې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په داسې مهال دی چې په دې وروستیو کې د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې د کورني تاوتریخوالي له امله شخړې زیاتې شوې چې پر مهال یې ځینې کسان وژل شوې او ټپیان شوي هم دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام