په کندهار کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د وروستیو جګړو له امله ګڼ‌شمېر ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او یوه برخه یې اړ شوې چې خپلې مېنې پرېږدي.

د میرویس حوزوي روغتون امر ډاکټر محمد داوود فرهاد سلام‌وطندار ته وایي چې په تېره یوه میاشت کې د جګړو له امله په کندهار  ښار کې ۲۰ماشومان وژل شوي او ۱۳۰ ټپیان شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دې وروستیو کې د هېواد د یو‌شمېر ولایتونو سربېره پر کندهار ښار هم د وسله‌والو طالبانو پراخ بریدونه پیل شوي چې تراوسه یې د دغه ښار ګڼ‌شمېر سیمې نیولي او جګړه د ښار په منځ کې روانه ده.

په کابل کې د امریکا او  انګلستان سفارتونو څو ورځې وړاندې د جګړو له امله ملکیانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه اندېښنه ښودلې وه او د جګړې له ښکېلو لوریو یې غوښتنه کړې وه چې په جګړه کې د ملکیانو ژوند ته پام وکړي.

دا په داسي حال کي ده چې تېره میاشت وسله‌والو طالبانو د کندهار ښار  پر  اوومه ناحیه برید وکړ چي تراوسه پر یادي ناحیې سربېره د ښار په یوشمېر نورو سیمو کي فعال حضور  لري او وخت نا وخت د ښار په بېلابېلو سیمو کې پر امنیتي پوستو بریدونه کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې سره هم‌مهاله د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په کندهار  ښار کې د جګړو له امله تراوسه څه باندې ۱۱۰۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوي چې د دغه ښار په اړوند سیمو کې تر شنه اسمان لاندې  شپې او ورځې سبا کوي.

دغه بې‌ځایه شوي د جګړې له ښکېلو لوریو غوښتنه کوي چې خپلې غوښتنې دې د خبرو له لارې مطرحه کړي او له جګړې دې لاس واخلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام