د ولسي جرګې نننۍ عمومي غونډه کې یو شمېر وکیلانو ټینګار وکړ چې د افغان سولې په اړه د استانبول کېدونکې غونډې ته دې د ډېرو طرحو د وړاندې کېدو مخه ونیول شي او د دولت له ادرسه دې د سولې په اړه واحده طرحه وړاندې شي. دوی وغوښتل چې د افغان حکومت له لوري د سولې وروستۍ طرحه دې ولسي جرګې سره هم شریکه شي.

د يادې جرګې غړي اسدالله شهباز وویل، د سولې په طرحه کې باید د ټولو افغانانو نظرونه منعکس شوي وي.

د نوموړي په وینا، د ډېرو طرحو وړاندې کول د سولې په اړه د ولس دریځ تر پوښتنې لاندې راولي او ناوړه پایلې لرلی شي.

د ولسي جرګې بل غړي خالد اسد هم د بېلابېلو ګوندونو او سیاسي ډلو له لوري د ترکیې غونډې ته د جلا طرحو په وړاندې کولو نیوکه کوي او وايي، دې طرحو کې د ولس نظر موجود نه دی. نوموړي زياته کړه، ځینې کسان د شخصي ګټو لپاره طرحې جوړوي چې دا کار د سولې په زیان دی.

په همدې حال کې د ولسي جرګې د مېرمنو د اقتدار په نامه پارلماني ډلې هم د یوې اعلامیې په وړاندې کولو سره د ترکیې غونډه مهمه وبلله او ويې ویل، دغه ناسته کې نه‌باید د بُن غونډې په څېر مېرمنو څخه د ګډون حق واخیستل شي.

دوی ټینګار وکړ چې د سولې په تړاو ټولو مسلو او ناستو کې باید ښځې او ځوانان حضور ولري او د هغوی حقونو، لاسته راوړنو او مدني ازادیو ته باید جدي پام وشي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني ترکیې غونډه د ۴۰ کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره یو ښه فرصت بولي او وايي، د سولې پروسه کې دې ټولې سیاسي ډلې، مدني ټولنې او د ټولو غوښتنې په پام کې ونیول شي.

دا په داسې حال کی ده چې د ملي مصالحې عالي شورا وایي، دوی ته ۲۵ طرحې رسېدلي او هڅې روانې دي چې افغان پلاوی ټول‌شموله وي او د استانبول غونډه کې په واحدې طرحې سره ګډون وکړي.

خو داسې راپورونه هم خپاره شوي چې ځينې سیاسي ډلې غواړي په بېلابېلو طرحو سره د استانبول غونډه کې چې ټاکل شوې روانه اپرېل میاشت کې جوړه شي، ګډون وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام