Asset 1SWN

کابل کې یو‌شمېر ښځې: موټرو چلوونکي راڅخه دوه برابره کرایه اخلي

e9188415715c096299986337d039b06d447f5ccb (2)

کابل کې یو‌شمېر ښځې وايي چې د کوچنیو «ښاري موټرو» مخکینۍ څوکۍ کې د کېناستو له امله اړ دي چې موټرچلوونکو ته دوه برابره کرایه ورکړي.

یو‌شمېر دغه مېرمنې سلام‌وطندار ته وايي چې دې چارې یې تګ‌راتګ ستونزمن کړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کابل اوسېدونکې حمیده وايي چې اوونۍ کې درې ځله د ناروغ لیدنې لپاره د علي‌اباد روغتون ته ځي، خو په وینا یې، هر ځل چې اړ ده چې د کوچنیو موټرو چلوونکو ته د دوو کسانو کرایه ورکړي.

هغې وویل: «پر دې مسیر ډېر تګ‌راتګ کوم او هره ورځ چې لس افغانۍ اضافه ورکړم، د اولادو لپاره مې یوه ډوډۍ کېږي. تېره اوونۍ مې درې ځله د دوو کسانو کرایه ورکړه. اوونۍ کې که ۳۰ افغانۍ ورکړم، دې شرایطو کې یې پیدا کول ستونزمن دي.»

بل‌خوا د کابل د تایمني سیمې اوسېدونکې غزال وايي چې د دوه برابره کرایې د توان نه‌لرلو له امله څو ځله اړ شوې چې په ساعتونو ساعتونو پر سړک په تمه پاتې شي.

نوموړې سلام‌وطندار ته وویل: «پنج‌شنبه له شاه‌دوشمشېرې څخه راغلم، د ټکسي مخکې سېټ کې کېښناستم او راته یې وویل چې بله ښځه نشته او ته باید ۶۰ افغانۍ راکړې، ما نه درلودې ښکته شوم او په تمه شوم چې دوه نورې ښځې پیدا شوې او بل موټر کې لاړو.»

د سرپرست حکومت په راتلو سره د کوچنیو موټرو مخکیني سټ کې د دوو مېرمنو پر ناستې بندیز لګېدلی او هره مېرمن چې مخکینۍ څوکۍ کې کیني، اړ دي دوه برابره کرایه ورکړي.

بل‌خوا د کوچنیو موټرو چلوونکي بیا وايي چې د اقتصادي ستونزو او تېلو لوړو بیو له کبله اړ دي، هغه ښځې چې د موټر مخکینۍ څوکۍ کې کښني، دوه برابره کرایه واخلي.

کابل کې یوه موټرچلوونکي محمدنسیم وویل: «اوس دوه کسانو ته اجازه نه‌ورکوي چې مخکیني سیټ کې یې کېنوو، فکر وکړئ چې تېل یو لېټر ۸۰ افغانۍ دي. د موټر عوارض، که د لګښتونو پیسې پیدا نه‌کړو، څنګه خپل روزګا وچلوو او موږ ته هم سخته ده.»

په ورته مهال د ټرانسپورټ وزارت مسوولان وايي، موټرچلوونکي اجازه نه‌لري چې مخکیني سېټ کې دوه کسان سپاره کړي یا له هغه کس دوه برابره کرایه واخلي چې مخکینۍ څوکۍ کې کښني.

د یاد وزارت ویاند امام‌الدین احمدي وویل: «دا موضوع تر څار لاندې ده. څوک چې دوه کسان مخکې سېټ کې کېښنوي قانوني چلن به ورسره کېږي. که څوک داسې وضعیت سره مخ کېږي، ټرافیک پولیسو ته دې شکایت وکړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلن وزارت مسوولان وايي، دغه وزارت په تم‌ځایونو کې کرایه ځانګړې کړې او په وینا یې، که څوک ورته وضعیت سره مخ کېږي، اړوند ادارو ته دې شکایت وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام