Asset 1SWN

سلام وطندار

ننګرهار کې موټربم برید؛ ۱۵ کسان وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي

120582073_3413268595432171_8286598969800648538_o

د ننګرهار چارواکي وايي، نن غرمه شل باندې دولس بجې د دغه ولایت د شینوارو ولسوالي د مقام مخې ته موټربم برید شوی چې تر اوسه په‌کې د ۱۵ کسانو د وژل کېدو او ۳۲ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام‌وطندار ته وویل، د موټربم تر څنګ، یوشمېر بریدګرو هم غوښتل چې د یادې ولسوالي ودانۍ ته ننوځي، خو په وینا یې، ټول د امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا، د برید له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېرې ښايي بدلون وکړي.

د سیمې یوه اوسېدونکي حبیب‌الدین سلام‌وطندار ته ویلي، له موټربم برید وروسته ګڼ‌شمېر ټپيان او جسدونه ځایي روغتون ته وړل شوي دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې وسله‌والې ډلې نه دی منلی.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام