Asset 1SWN

ولسمشر غني او عبدالله د سولې بهیر ننګونو په اړه خبرې کړي

Ghani-abdullah-oy0362otj25p9hlwg0e9khj4uuwccj67caz15yk978

 

ولسمشر محمد اشرف غني د ملي مصالحې عالي شورا له رييس عبدالله عبدالله سره کتلي او د سولې بهیر او ننګونو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه لیدنه کې دواړو لوريو د ملي مصالحې عالي شورا د غړيو پر بشپړولو هم بحث کړی او عبدالله عبدالله ایران ته د خپل سفر په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړي دي.

خبرپاڼه زياتوي، په دغه ليدنه کې د ملي امنیت شورا سلاکار د هېواد د عمومي امنیتي وضعیت او د طالبانو د وروستيو تاوتریخواليو د زیاتوالي په هکله جمهور ريیس غني او عبدالله عبدالله ته معلومات ورکړل.

ولسمشر غني او عبدالله عبدالله داسې مهال د سولې بهیر ننګونو په اړه خبرې کړي چې قطر کې د افغان سولې خبرو رسمي پرانیستې څخه شاوخوا دوه میاشتې تېرېږي؛ خو مرکه‌چي پلاوي لا تراوسه د خبرو پر طرزالعمل هوکړې ته نه دي رسېدلي او دغو خبرو کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام