د افغانستان د اسلامي جمعيت ګوند اجرایي رييس عطا محمد نور طالبانو ته په خطاب کې وايي، که له وژلو لاس وا نه‌خلي، اړ کېږي چې وسلې ته لاس ور وړي. نوموړي د سولې روانو خبرو ته په اشارې له طالبانو وغوښتل چې په رښتينې توګه سوله وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې نن په کابل کې د ولسي جرګې د پخواني غړي سید مصطفی کاظمي ۱۳م تلين کې وکړې.

عطا نور طالبانو ته وويل: « نه کېږي چې تاسو وژل وکړئ او موږ ووايو چې سوله زيانمنېږي او سر ټيټ ونيسو او زموږ غاړه تاسو په توره پرې کوئ.» سوله په زاریو نه کېږي.

نوموړی ګوارښ کوي که اړ شي لکه د پخوا په څېر له طالبانو سره جنګېږي او زياتوي، که د سولې خبرې پايلې ته ونه رسېږي، اړتيا ده چې بيا يې مخکې ډله جوړه شي.

عطا محمد نور وايي: «طالبان پر نفس کاذب باور لري او فکر کوي ټولو ته يې ماته ورکړې او په فاتحه توګه افغانستان ته دننه کېږي.»

نوموړی که څه هم وايي چې د سولې خبرو تر اوسه پورې سمه پايله نه ده ورکړې؛ خو زياتوي د سولې خبرې هغه مهال بريالۍ کېږي چې ټولې طرحې او برنامې يوځای شي.

د افغانستان د اسلامي جمعيت ګوند اجرایي رييس همداراز وايي، د افغانستان د دولت پلوی دی او نه غواړي پايې يې ولړزوي؛ خو زیاتوي چې دولت خپله غواړي خپلې پايې لړزېدلي حالت ته يوسي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام