Asset 1SWN

ولسمشر غني د ټاکنو د ترسره کولو طرحې پر وړاندیز غواړي امریکايان قانع کړي

Ghani-5-p4oqffjnuwr8cr0lw926edin9ubs93nesn71x65rbc

د رويټرز خبري اژانس  په تازهګۍ سره د افغانستان د دوو دولتي چارواکيو له قوله راپور ورکړی چې ولسمشر محمد اشراف غني د افغانستان سولې لپاره د امریکا وړاندیز شوې طرحه رد کړې او په بدل کې یې یوه طرحه وړاندې کړې چې پربنسټ به یې په راتلونکيو ۶ مېاشتو کې ولسشمریزې ټاکنې  ترسره شي.

رویټرز اژانس  د سرچینې له قوله ویلي دي، تمه ده ولسمشر محمد اشرف یاده طرحه د افغانستان سولې لپاره په ترکیه کې په ترسره کېدونکې ناسته کې وړاندې کړي.

خو له تېرو ترسره شویو ټاکنو د خلکو ترخو تجربو ته په کتو په هېواد کې د ناامنیو ډېروالی او په ۶ مياشتو کې د ټاکنو ترسره کول، څومره دغه  طرحه عملي ده او ولسمشر محمد اشرف غني د دغې طرحې پر وړاندې کولو سره د څه په لټه کې دی؟

د سیاسي چارو شنونکي وایي، ولسمشر غني د یادې طرحې پر وړاندې کولو سره د وخت سپما کول غواړي.

د دوی په وینا، ولسمشر غني په دې لوبو سره غواړي امریکایان قانع کړي ترڅو نوموړی له لنډمهالي حکومت څخه څنډې ته نه کړي.

د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی اکرم عارفي وایي، په شپږو مياشتو کې د ټاکنو ترسره کولو طرحې وړاندیز عملي او مسلکي بڼه نه لري.

د نوموړي په وینا، طالبان د مشارکت او قدرت د نیولو په هڅه کې دي او په هېڅ ډول به د یوه ټاکنیز ټکټ په پته رانه‌شي.

ومو غوښتل په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم له ځان سره ولرو؛ خو  له اړیکو نیولو سره سره بیا هم بریالي نه شوو.

له دې وړاندې ولسمشر غني د ولسي جرګې د درېیم  کال پرانيستې غونډه کې ویلي و چې د ټاکنو له لارې د واک لېږد نوموړي ته یو اصل دی او د معاملې وړ نه دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام