ولسمشر محمداشرف غني د سولې پروسې د چټکۍ په اړه د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له غوښتنې یوه شپه او ورځ وروسته یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ټاکنو له لارې د واک پر لېږد به معامله نه کېږي. ولسمشر دا څرګندونې نن د ملي شورا د اوولسمې دورې د درېیم کاري کال په پرانېست‌غونډه کې وکړې.

هغه وايي، د یوې تلپاتې او رښتینې سولې لپاره چې د افغانستان خپلواکي او د خلکو له لوري د خپل برخلیک ټاکل په‌کې په پام کې ونیول شي، قربانۍ ته تیار دی، خو په وینا یې، له اساسي قانون څخه به تېر نه شي. ولسمشر غني له طالبانو هم وغوښتل چې شعارونه پرېږدي، تاوتریخوالی کم کړي او د سولې مخامخ خبرو ته حاضر شي.

ولسمشر زیاته کړه: «زموږ لپاره د ټاکنو له لارې د واک لېږد یو اصل دی چې معامله نه پرې کوو، موږ تیار یو چې د نړیوالې ټولنې په مدیریت د ازادو، رڼو او سراسري ټاکنو په اړه بحث وکړو. د ټاکنو د نېټې په اړه هم کولای شوي چې خبرې وکړو او پایلې ته ورسېږو.»

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني هم د سولې اوسنی فرصت مثبت یاد کړ او په وینا یې، افغانستان اوس د سولې له ازموینې سره مخامخ دی. هغه د طالب ډلې مشرانو ته په خطاب کې وویل چې د تاوتریخوالي کموالي وخت را رسېدلی او باید له کومې پلمې پرته د سولې خبرو مېز ته را وګرځي.

بله‌خوا په قطر کې د دولت د سولې مرکچي پلاوي یوشمېر غړي وايي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره یې د سولې پروسې پر چټکوالي، د نړیوالې ټولنې د رول پر پیاوړتیا او سیمه‌ييزې اجماع، د تاوتریخوالي کموالي او د جګړې پر پای خبرې کړې دي.

د دولت د سولې مرکچي پلاوي غړې فوزیې کوفي پر خپل ټویټر له خلیلزاد سره د افغان پلاوي لیدنه ګټوره بللې او په وینا یې، په دې پروسه کې د ښځو او نوي نسل پر رول ټینګار شوی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته په خپل وروستي سفر کې د ولسمشر غني په ګډون، له یوشمېر سیاستوالو او سیاسي ګوندونو سره د مشارکتي حکومت وړاندیز شوې طرحه شریکه کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام