د امریکا او طالبانو ترمنځ  له سیاسي هوکړې دوه کاله تېرېږي او له امریکا سره د سولې خبرو‌ اترو پرمخ بېولو لپاره د طالبانو یو شرط دا و چې امریکایي ځواکونه به په بشپړه توګه له افغانستان څخه وځي.

په امریکا کې له ټاکنو وروسته چې پکې جوبایډن ولسمشرۍ ته ورسېد ورسره یې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د اېستلو پریکړه ونیوله چې دا خبر د طالبانو او افغان حکومت له هرکلي سره مخ شو. جوبایډن له افغانستانه د خپلو سرتېرو د اېستلو نیټه د روان میلادي کال د مې لومړۍ نیټه اعلان کړه او ورسره یې وویل چې د همدې میلادي کال تر سپټمبر پورې به له دغه هېواده ټول امریکایي ځواکونه ووځي. له هېواده د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ له پېل سره هم‌‌مهاله دې چارې، په کور دننه د یو‌شمېر هېوادوالو اندیښنې راپارولي دي. ګواښونه او نا امني د دې لامل شوي څو یو‌شمېر کسان، هېواد پریښودو ته اړ شي.

له دې ډلې، د څو میاشتو په ترڅ کې د نورو په پرتله د خبریالانو پر وړاندې ګواښونه ډېر شوي دي. خبریالان وایي، په وروستیو څو میاشتو کې د هدفي وژنو له کبله د خپلو همکارانو د وژنو شاهدان وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبریاله محبوبه محمدي چې همدا دوه اونۍ وړاندې یې هېواد پرېښی وايي چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو په وتو سره د دې وړاندیونه نشي کېدای چې په دغه هېواد کې به څه ډول وضعیت رامنځ ته کېږي.

محبوبه وايي، له یوه پلوه د هېواد د یو عادي وګړې په توګه د خپل ځان او خپلې کورنۍ امنیت ته انديښمنه وه او له بل لوري د خبریالۍ مسلک یې لامل شو، څو هېواد پرېږدي او یوه بهرني خوندي هېواد ته ولاړه شي.

د دې خبریالې په وینا، په وروستیو کې له بېلابېلو آدرسونو ګواښل کېده او دا چې امنیتي بنسټونو سره یې هم دغه موضوع شریکه کړې وه، خو دغو ادارو یې د امنیت خوندي ساتلو لپاره کوم اقدامه ونه کړ.

یوه بله خبریاله حاکمه هجران چې په وروستیو میاشتو کې یې هېواد پریښی وايي، د یو‌شمېر ښځینه خبریالانو ترور او ناسم امنیتي وضعیت د دې لامل شو، څو تر یوې مودې له هېواد بهر ژوند وکړي. هجران وايي، له هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتو موضوع خلک اندېښمن کړي او له پوځي لارې د طالبانو واک ته د رسېدو احتمال، د افغانستان خلکو لپاره خبرداری دی.



خبریال او د دولت کارکوونکی ذکي رسا چې له یوې مودې راهیسې یې هېواد پریښي وايي، دا مهال د افغانستان وضعیت د ۲۰۰۱ کال په څېر دی او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل به دغه هېواد له بې برخلیکه حالت سره مخ کړي.

رسا وايي، د خپل ځان او کورنۍ پر وړاندې د شته امنیتي ګواښونو له کبله یې هېواد پريښود. د دغه خبریال په وینا، امنیتي ګواښونه او بې‌برخلیکه راتلوونکی د افغانانو پر وړاندې جدې ننګونه ده او نړیواله ټولنه باید دې برخې ته پام وکړي.

په ورته مهال، یو‌شمېر سیاحتي او توریستي شرکتونه هم له هېواد څخه د افغانانو د وتلو د ډېروالي خبر ورکوي.

په کابل کې د یوه سیاحتي او توریستي شرکت رییس بشیر‌احمد احمدي وايي، له هغې راهیسې چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتو خبرې د خلکو تر غوږونو رسیدلي، هغه کسان چې د دغه شرکت څخه د ویزو ترلاسه کولو غوښتنه کوي، شمېر یې درې برابره زیات شوی دی.

احمدي وايی، هره ورځ د لسو په شاوخوا کې کسان بېلابېلو هېوادونو ته د کډوالۍ په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو په موخه دې شرکت ته ورځي.

په ورته وخت کې، د یوه بل سیاحتي او توریستي شرکت کارکوونکی طارق وايي، له تېرو څو میاشتو راهیسې لسګونه کسان د ایران، پاکستان، اوزبکستان، تاجکستان، ترکیې او د متحده عربي اماراتو هېوادونو د ویزو ترلاسه کولو په موخه دغه شرکت ته مراجعه کوي.

ټولو هغو کسانو چې هېواد یې پریښی په دې باور دي، که له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو سره هم مهاله، د سولې خبرې مثبتې پایلې ور نه کړي. د هېواد وضعیت به له دې هم خراب شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام