Asset 1SWN

له طالبانو د نی غوښتنه؛ د خبریالانو له وژنو لاس واخلئ!

hk09FTJJG7Pavuq5e8G6Pvb54C7RT6Fmszz33gaZ

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی وايي، د خبریالانو او د رسنیو نورو فعالانو وژل جنګي جنایت دی او باید ودرول شي.

نی نن په یوه خبرپاڼه کې له طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو غوښتي چې پر ملکیانو، په تېره خبریالانو او د رسنیو فعالانو له هدف ګرځولو لاس واخلي.

دغې ادارې د بشري حقونو د څار سازمان د هغې خبرپاڼې هم هرکلی کړی چې د طالبانو له لوري پر خبریالانو، د رسنیو او بشر حقونو فعالانو هدفي بریدونه په‌کې غندل شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان په خپله خبرپاڼه کې ټینګار کړی و چې طالبان د وېرې او وحشت خپرولو لپاره په قصدي ډول خبریالان، د بشر حقونو او مدني فعالان وژني.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ ټولنې پر خبریالانو، د رسنیو نورو فعالانو او د هغو د کورنیو غړیو هدفي وژنې د ملي او نړیوالو قوانینو او اصولو خلاف بللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د رسنیو ملاتړو بنسټونو تر دې وړاندې راپور ورکړی و چې په تېر یوه کال کې ۱۱ افغان خبریالان وژل شوي او ۵۰ نورو بیا د امنیتي ګواښونو له کبله هېواد پرېښی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام