د بیان ازادۍ کور بنسټ نن د رسنیو له مسوولانو او خبریالانو سره خپله لومړنۍ رسمي غونډه جوړه کړه.

د دغه بنسټ له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د تاوتریخوالي زیاتوالی او د بیان ازادۍ لپاره د فضا تنګېدل د اندېښنې وړ وبلل او د سولې له مذاکراتي لوریو یې وغوښتل چې د بیان ازادۍ پر ساتنې او ملاتړ هوکړه وکړي.

د بیان ازادۍ کور بنسټ په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې یوازې په وروستیو شپږو میاشتو کې ۱۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي او په دې سره په تېرو دوو لسیزو کې د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د قربانیانو شمېر نږدې ۱۰۰ ته رسېږي.

یاد بنسټ د دولت له وسله‌والو مخالفانو غوښتي چې ژرترژره د خبریالانو هدفي وژنې بس کړي. دغه بنسټ له حکومت څخه هم غوښتي چې د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د ترور او پر وړاندې یې د تاوتریخوالي قضیې وڅېړي.

په همدې حال کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر طاهر زهیر د سولې خبرواترو پر مېز د رسنیو د استازي پر حضور ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، په یادو خبرواترو کې باید د خبریالانو ځای خالي نه وي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرواترو له پیلېدو سره سم د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی او د هغوی ترورونه ډېر شوي او یوازې په وروستیو شپږو میاشتو کې ۱۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام